د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اټاليه خپل همڅنګ ميټيو پينټے ډوسي سره وليدل

روم 25 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د اټاليه خپل همڅنګ ميټيو پينټے ډوسي ترمېنځه په روم كښې مهم ملاقات شوے چې پكښې په دوه اړخيزه امنيتي مرسته او قانوني كډه كولو ته ودې وركولو لپاره پرېكړې وشوه ۔ د ملاقات په مهال د اټاليه داخله وزير اعلان وكړو چې قانوني مائيګريشن زياتولو لپاره به د پاکستان سکلډ ميډيا ورک فورس لپاره 10,500 …

روم 25 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د اټاليه خپل همڅنګ ميټيو پينټے ډوسي ترمېنځه په روم كښې مهم ملاقات شوے چې پكښې په دوه اړخيزه امنيتي مرسته او قانوني كډه كولو ته ودې وركولو لپاره پرېكړې وشوه ۔ د ملاقات په مهال د اټاليه داخله وزير اعلان وكړو چې قانوني مائيګريشن زياتولو لپاره به د پاکستان سکلډ ميډيا ورک فورس لپاره 10,500 ورك ويزې جاري كولې شي۔ د داخله وزير محسن نقوي د اوږدې مودې په مطالبه اټاليه د پاكستان سفارتي پاسپورټ لرونكو ته د ويزه استثنيٰ هم په رسمي توګه منظوري وركړه۔ د ملاقات په مهال د پنجاب پوليس افسرانو “پوليس خدمت مراکز ګلوبل” په افاديت بريفنګ وركړے شو د كومې چې ډېر ستائنه وشوه۔ په دې موقع د پاکستان سفير علي جاويد، ډي جي ايف آئي اے ډاکټر عثمان انور او نور لوړ پوري هم موجود وو۔

مزید خبریں