اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د سپيشل انويسټمنټ فېسيليټيشن کونسل (اېس آئي اېف سي) په معاونت سره د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه اقتصادي او دفاعي اړيكې نوې لوړې كچې پلو روانې دي۔ د اېس آئي اېف سي چارواكو له مخې د اوسنۍ دفاعي لوظنامې نه وروسته دواړه وروڼه هېوادونه اقتصادي مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره نوې ستراتېژك تړون ته نزدې شوي دي۔ د سعودي عرب سفير …
د پاکستان او سعودي عرب په اقتصادي ٬ دفاعي اړيكو كښې اهم پيشرفت

مزید خبریں
اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د سپيشل انويسټمنټ فېسيليټيشن کونسل (اېس آئي اېف سي) په معاونت سره د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه اقتصادي او دفاعي اړيكې نوې لوړې كچې پلو روانې دي۔ د اېس آئي اېف سي چارواكو له مخې د اوسنۍ دفاعي لوظنامې نه وروسته دواړه وروڼه هېوادونه اقتصادي مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره نوې ستراتېژك تړون ته نزدې شوي دي۔ د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي وئيلي چې د پاکستان او د سعودي عرب اړيكو كښې ځانګړې پېشرفت روان دے ۔ ده ووئيل چې درې مياشتې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په مشترکه دفاعي تړون لاسليك شوې كوم چې د شريك بار او همكارۍ څرګندونه ده ۔ د سعودي سفير ووئيل دواړه هېوادونه د يوې بلې اهمې ستراتېژك منصوبې تياري كوي كومه چې به د دواړو هېوادونو معيشت لپاره ډېره اهمه ثابت شي۔






