صدر آصف علي زرداري د کويت مشرتابه له په قامي ورځ او د فرورۍ د هاله دستورو په موقع مباركي وركړه

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د شورو په ورځ د کوېت په قامي ورځ او د هاله فرورۍ د دستورو د خوشحالۍ په موقع د كوېت امير شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح او کوېتي وروڼو له د زړه له كومي مباركي وركولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت …

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د شورو په ورځ د کوېت په قامي ورځ او د هاله فرورۍ د دستورو د خوشحالۍ په موقع د كوېت امير شېخ مشعل الاحمد الجابر الصباح او کوېتي وروڼو له د زړه له كومي مباركي وركولو سره دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت ووئيل دا دستورې د كوېت امير په زيرك قيادت كښې د كويت اولس د استقامت، وحدت او پرله پسې پرمختګ عكاس دي۔ صدر مملکت د كويت امير په نامه خپله چيټۍ كښې د پاکستان او کوېت ترمېنځه په ژورو تاريخي اړيكو رڼا اچولو سره ووئيل چې دا تړون د شريك باور٬ مشتركه اقدارو او سيمه ايز امن او خوشحالۍ په ګډ عزم ولاړ دي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې د تجارت، سرمايه کاري، انفارمېشن ټېکنالوجي، دفاعي مرسته او د اولس په كچه د رابطو پشمول په بېلو څانګو كښې پرله پسې وده كوي۔ صدر آصف علي زرداري په کويت كښې مېشته پاكستانۍ فعاله ورورولي د دواړو هېوادونو ترمېنځه يو اهم پل وګرځولو څوك چې د كوېت په ترقۍ كښې په زړه پورې كردار لوبولو سره سره د دواړو قامونه ترمېنځه اړيكې لا قوي كوي۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې د كوېت پرمختګ او د خوشحالۍ سفر سره پاكستان د دواړو هېوادونو په مشتركه مفادو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركړي۔ صدر مملکت د كوېت امير روغ صحت٬ د کويت اولس پرله پسې سوكالۍ او د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكو تل پاتې مضبوطيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه

مزید خبریں