د منصوبه بندۍ، برمختګ و خاص اقدامات وزارت تر سېوري لاندې كلنه فلیګ شپ دوه ورځنے پروګرام پاکستان ګورننس فورم 2026 به د شورو په ورځ پېل كېږي

اسلام آباد۔24فروري (اے پي پي)د منصوبه بندۍ ، پرمختګ و خاص اقدامات كلنه فلیګ شپ دوه ورځنے پروګرام پاکستان ګورننس فورم 2026 به د شورو په ورځ په 25 فرورۍ پېل كېږي ۔د “Reimagining Governance for URAAN Pakistan” په موضوع تابيا شوے دا فورم د وزارت د كال تر ټولو لويې او مهم ګورننس ډائیلاګ دے ۔فورم كښې به د 100 نه زيات نامتو مقررین ګدون كوي چې پكښې وفاقي …

اسلام آباد۔24فروري (اے پي پي)د منصوبه بندۍ ، پرمختګ و خاص اقدامات كلنه فلیګ شپ دوه ورځنے پروګرام پاکستان ګورننس فورم 2026 به د شورو په ورځ په 25 فرورۍ پېل كېږي ۔د “Reimagining Governance for URAAN Pakistan” په موضوع تابيا شوے دا فورم د وزارت د كال تر ټولو لويې او مهم ګورننس ډائیلاګ دے ۔فورم كښې به د 100 نه زيات نامتو مقررین ګدون كوي چې پكښې وفاقي و صوبائي مشران، د پارلیمان غړي، اعلیٰ سرکاري چارواكي، د پالیسۍ پوهان ، ترقیاتي شراکت دار، د تعلیم پوهان ، د شخصي څانګې او سول سوسائټۍ استازي شامل دي او دغسې د 500 نه زيات ګډون كوونكې به هم مباحثو كښې برخه اخلي ۔ فورم كښې د پاکستان به ګورننس اصلاحاتي ایجنډا به تفصیلی غوركولې شي ۔وزیراعظم شهباز شریف به پرانسته كوي او د سېنېټ چيرمېن یوسف رضا ګیلاني او خارجه وزير اسحاق ډار به هم ګډون كوي ۔ وفاقي وزير احسن اقبال به په وړومبۍ ورځ د پرانستې او اختتامي کلمات ادا کوي ۔فورم د اړان پاکستان د فائیو-ایز ایکویټي، ایکسپورټس، انرجي ، انوائرمنټ او ای-پاکستان تر مخه منظم کړے شوے دے۔ په ېد مهال به 25 خصوصي ناستې كېږي د كومو مقصد چې عملي اصلاحات ته وده وركول او مهمو څانګو كښې بدلون راوستل دي چې پكښې سول سروس اصلاحات، د توانائی تجدید، ډیجیټل ټرانسفارمیشن، آئي سي ټي ګورننس، د آبادۍ منصوبه بندي او ادارہ جاتی کارکردګي شامله ده ۔ په نورو ښكاره ګدون كوونكو كښې وزیر اعلیٰ سندھ مراد علی شاہ، وزیراعلیٰ بلوچستان سرفراز بګټي، وزیر اعلیٰ ګلګت بلتستان یار محمد او د وزیر اعظم آزاد جموں و کشمیر فیصل ممتاز راټھور پشمول ګڼ وفاقی وزيران، اعلیٰ چارواكي او پوهان شامل دي ۔

مزید خبریں