وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر وزيراعظم و خارجه وزير محمد بن عبدالرحمان بن جاسم الثاني سره ملاقات٬د قوي ورورولۍ په اړيكو او د سياسي٬اقتصادي او اداره جاتي روابط په زيات شوې رفتار د اطمينان څرګندونه

دوحه 24 فروري (اے پي پي)د پاكستان او قطر په قوي د ورورولۍ اړيكو او د سياسي٬اقتصادي او اداره جاتي روابط په زيات شوې رفتار د اطمينان څرګندونې كولو سره د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬دفاع٬ ليبر او افرادي قوت او كلتور په څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره شريك ټاسك فورس مهم ګرځولے دے۔دواړو هېوادونو د تزويراتي شراكتداري لا قوي كولو له د شريك عزم هم پخلے وكړو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف …

دوحه 24 فروري (اے پي پي)د پاكستان او قطر په قوي د ورورولۍ اړيكو او د سياسي٬اقتصادي او اداره جاتي روابط په زيات شوې رفتار د اطمينان څرګندونې كولو سره د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬دفاع٬ ليبر او افرادي قوت او كلتور په څانګو كښې د مرستې زياتولو لپاره شريك ټاسك فورس مهم ګرځولے دے۔دواړو هېوادونو د تزويراتي شراكتداري لا قوي كولو له د شريك عزم هم پخلے وكړو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د دوحه سركاري دورې په مهال د قطر وزيراعظم و خارجه وزير شيخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم الثاني سره د نهې په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په اړه خبرې وكړي او په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت يې د هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دوي د پاكستان او قطر ترمينځه د قوي ورورولۍ اړيكو پخلے وكړو او سياسي٬اقتصادي او اداره جاتي روابط په زيات شوي رفتار يې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔د تجارت او سرمايه كارۍ٬توان٬دفاع٬ليبر/افرادي قوت او كلتور په څانګو كښې د مرستې زياتولو هم خبرې وشوي او ټولو څانګو كښې د مرستې تندولو لپاره د دواړو هېوادونو شريك ټاسك فور مهم وګرځولے شو ۔ډلو د شريك وزارتي كمېشن او دوه اړخيزه سياسي مشاورت پشمول د اوسني اعلٰی كچ مصروفيات او اداره جاتي ميكانزم په مهال په شوو پريكړو د عملدرآمد په اهميت زور راوړو۔د دې نه علاوه سيمه ايزو مسئلو پشمول غزه كښې د پېشرفت او د خليج سلامتيا په پراخه چارو هم د خيالاتو څرګندوه ووشه ۔وزيراعظم په منطقه كښې د خبرو اترو ودې او د تاؤ تريخوالي كمي لپاره د قطر تعميري سفارتي هڅې وستائېلې۔دواړو لارښودو د شخړو امناكه هواري او د ملګرو ملتونو چارټر پشمول د نړيوال قوانين د پاسدارۍ په اهميت هم زور راوړو۔په ملاقات كښې د پاكستان او قطر ترمينځه د اسټريټجك همكارۍ لا قوي كولو او د دوه اړخيزه٬سيمه ايزو او نړيوالو موجوده مسئلو په اړه په رابطه كښې دپاتې كېدو له د شريك عزم پخلے هم وشو۔

مزید خبریں