اسلام آباد۔24فروري (اے پي پي)د چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحییٰ آفریدي سره د اسلامک انټرنیشنل یونیورسټي پلاوي د نهې په ورځ سپریم کورټ آف پاکستان كښې ملاقات وكړو چې پكښې د پوهنتون او عدلیه تر مينځه د شرېكې مرستې په وده اتفاق وكړے شو۔ د سپریم کورټ د اولسي اړيكو څانګې نه جاري اعلامیه تر مخه د پلاوي مشري د پوهنتون صدر پروفیسر ډاکټر احمد سعد الاحمد کوله۔ پلاوي …
د چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحییٰ آفریدي سره د اسلامک انټرنیشنل یونیورسټي پلاوي ملاقات، عدالتي تربیي له مرستې ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔24فروري (اے پي پي)د چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحییٰ آفریدي سره د اسلامک انټرنیشنل یونیورسټي پلاوي د نهې په ورځ سپریم کورټ آف پاکستان كښې ملاقات وكړو چې پكښې د پوهنتون او عدلیه تر مينځه د شرېكې مرستې په وده اتفاق وكړے شو۔ د سپریم کورټ د اولسي اړيكو څانګې نه جاري اعلامیه تر مخه د پلاوي مشري د پوهنتون صدر پروفیسر ډاکټر احمد سعد الاحمد کوله۔ پلاوي كښې وائس پریذیډنټ (ریسرچ ایند انټرپرائز) پروفیسر ډاکٹر احمد شجاع سید او ډائریکټر جنرل شریعه اکیډمي پروفیسر ډاکټر محمد اکرم هم شامل وو ۔ملاقات په زړه پورې ماحول كښې وشو چې پكښې د اسلامي فقه، عدالتي تربیي او د تحقیقی مرستې څانګو كښې د ادارہ جاتي روابط په مضبوطولو تفصیلي خبرې وشوې ۔په دې موقع اتفاق وكړے شو چې د اسلامیه یونیورسټۍ به د شریعه اکیډمي ، پروفیسر ډاکټر محمد اکرم په مشرۍ كښې د فیډرل جوډیشل اکیډمۍ سره په ګده د ججانو لپاره د آن لائن تربیتي پروګرامز تابيا كوي ۔ د دې اقدام مقصد د ټیکنالوجۍ لرونكې پلیټ فارمز د لارې پیشه ورہ صلاحیتونه زياتول دي ۔ پروفیسر ډاکټر احمد شجاع سید د یونیورسټي تحقیقی استعداد او ډیجیټل رسائي رامخې ته كولو لپاره ګرډ هېواد كښې د جدید ټیکنالوجۍ د لارې د عدالتي تعلیم نظام د ودې په اهمیت زور راوړو ۔چیف جسټس آف پاکستان د شواهد لرونكې عدالتي تعلیم اہمیت رامخې ته كولو سره ووئېل قانوني اصلاحات او فقهي ارتقاء كښې جامعات کلیدي کردار ادا کولې شي ۔ده د نړيوالې اسلامي یونیورسټي اسلام آباد د بورډ آف ټرسټیز د غړي به حیث د پوهنتون انتظامیه ته د تدریس او تحقیق اعلیٰ معیار له د مکمل مرستې بارو وركړو ۔










