پاکستان مسلم لیګ (ن) په هر مشكل كښې هېواد د بحرانونو څخه ويستلو كښې مهم کردار ادا کړے، وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام

سوات۔ 24 فروري (اے پي پي)د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئېلي دي پاکستان مسلم لیګ (ن) په هر مشکل دور كښې هېواد د بحرانونو څخه ويستلو كښې کلیدي کردار ادا کړے دے، د میاں نواز شریف په قیادت كښې هېواد د ترقۍ منازل تر سره كړي ۔ دې خیالاتو څرګندونه ده مسلم لیګ هاؤس سنګوټه، …

سوات۔ 24 فروري (اے پي پي)د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئېلي دي پاکستان مسلم لیګ (ن) په هر مشکل دور كښې هېواد د بحرانونو څخه ويستلو كښې کلیدي کردار ادا کړے دے، د میاں نواز شریف په قیادت كښې هېواد د ترقۍ منازل تر سره كړي ۔ دې خیالاتو څرګندونه ده مسلم لیګ هاؤس سنګوټه، سوات كښې شمولیتي دستورې ته وېنا كښې وكره ۔د دستورې په مهال د شانګله د غوربند، لیلونۍ او د کانا كليو تعلق لرونكو ګڼو سیاسي و سماجي شخصیات د خپلو ملګرو سره د بېلو ګوندونو نه په استعفی وړاندې كولو پاکستان مسلم لیګ (ن) كښې ګدون وكرو۔ په دې موقع وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام په ګوند كښې په ګډون كوونكو ته د مسلم لیګ (ن) روایتي مفلر واچول او هغوي ته يې ښه راغلاست اووې په ۔نوو ګدون كوونكو كښې خائسته محمد، حاجی شاہ سعود، طلب دار، حاجي زمین، کریم خان، فرید خان او دلشاد خان شامل وو۔شمولیتي دستورېته خطاب کښې وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام ووئېل موجودہ حالات كښې د داسې سیاسي ګوند ملګرتيا كول د وخت مهم ضرورت دے كوم چېد هېواد خوشحالۍ او ترقۍ لپاره سنجیدہ ګامونه اخلي ۔ده ووئېل پاکستان مسلم لیګ (ن) په هر مشکل دور كښې هېواد د بحرانونو نه ويستلو كښې کلیدي کردار ادا کړے دے ٬ په خاص توګه د میاں نواز شریف په قیادت كښې هېواد د ترقۍ منازل تر سره كړل ۔ده د رمضان ریلیف پیکج سیاسي مقاصد لپاره د كارولو عم غندنه وكړه ۔ده ووئېل پي ټي آئي له پكار دي چې د وزیراعظم شهباز شریف نه زده كړي چې څنګه په میرټ بغیر د سفارش، په سپېځلي ډول مستحقین ته مرسته ورسولې شي ۔دستوره كښې د مسلم لیګ (ن) د ضلعې عهدیدار او کارکنان په ګڼ شمېر موجود وو۔

مزید خبریں