اسلام آباد۔24فروري (اے پي پي)د کابینه د اقتصادي رابطه کمیټۍ (اي سي سي) د پاسکو 500000 میټرک ټن غنم د مسابقتي بولۍ د لارې د خرڅولو منظوري وركړه ۔ د کابینه د اقتصادي رابطه کمیټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ د خزانې وفاقي وزیر سینیټر محمداورنګزیب په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وزارت د اړخه د پاسکو سره د پرتو …
د کابینې اقتصادي رابطه کمیټۍ د 5 لاکھه میټرک ټن غنمو د بولۍ د لارې د خرڅولو منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔24فروري (اے پي پي)د کابینه د اقتصادي رابطه کمیټۍ (اي سي سي) د پاسکو 500000 میټرک ټن غنم د مسابقتي بولۍ د لارې د خرڅولو منظوري وركړه ۔ د کابینه د اقتصادي رابطه کمیټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ د خزانې وفاقي وزیر سینیټر محمداورنګزیب په مشرۍ كښې وشوه ۔ غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وزارت د اړخه د پاسکو سره د پرتو 500,000 میټرک ټن غنمو د مسابقتي بولۍ د لارې د خرڅولو د وړاندېز جاج واغست ۔ کمیټي خبر كړې شوه چې اول په منظور شوو ریزرو بيعو د غنمو خرڅولو تېر کوشش د لږو بولیو راتللو د لاسه حتمي شکل اختیار نه كړے شو ، د شته پانګو صورتحال او دا د پورته كولو او ساتلو مصرف تر مخه اي سي سي د 500000 میټرک ټن غنمو د فرسټ ان فرسټ آئوټ په بنیاد د مسابقتي بولۍ د لارې د خرڅولو منظوري وركړه ٬ د كومې تر مخه چې د مقامي غنمو د نظرِ ثاني شوې ریزرو بيعه 4150 روپۍ 40 کلوګرامه او د درآمدي غنمو 3800 روپۍ 40 کلوګرامه مقرر كړې شوه ۔ غونډه كښې د تحلیل شوي پاکستان پبلک ورکس ډپارټمنټ (پاک پی ډبلیو ډي) د پی ایس ډي پي منصوبو لپاره د 536 ملین روپو د تکنیکي ضمني ګرانټ منظوري هم وركړې شوه ۔ منظور كړې روپۍ به د قانوني او آئیني تقاضو تر مخه خاص جاري منصوبو لپاره د پنجاب او خیبر پښتونخوا حكومتونو ته منتقل کولې شي ۔ غونډه كښې د پټرولیم وفاقي وزير علی پروزیر ملک ،د قومي غذائی تحفظ و تحقیق وفاقي وزير رانا تنویرحسین ، د سرمایه کارۍ وفاقي وزير قیصراحمد شیخ، د وزیراعظم خاص معاون د صنعت و پیداوار هارون اخترخان او لوړ پورو ګډون وكړو ۔










