د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر نائب وزيراعظم و د دفاعي چارو وزير مملكت شيخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علي الثاني ترمينځه په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې لپاره د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر نائب وزيراعظم و د دفاعي چارو وزير مملكت شيخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علي الثاني ترمينځه په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو لپاره د خبرو اترو ٬تاؤ تريخوالي كښې په كمي او د اجتماعي هڅو په اهميت زور راوړوے دے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر نائب وزيراعظم و د دفاعي چارو وزير مملكت شيخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علي الثاني ترمينځه په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو لپاره د خبرو اترو ٬تاؤ تريخوالي كښې په كمي او د اجتماعي هڅو په اهميت زور راوړوے دے۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قطر نائب وزيراعظم و د دفاعي چارو وزير مملكت شيخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علي الثاني ملاقات كړے٬نائب وزيراعظم ا خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم ملاقات كښې موجود وو۔د ملاقات په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف او د قطر نائب وزيراعظم و د دفاعي چارو وزير مملكت دفاع او امنيت كښې په دوه اړخيزه مرستې د خيالاتو څرګندونه وكړه او د پاكستان او قطر ترمينځه د قوي او تاريخي اړيكو پخلے يې وكړو ۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو وسله والو ځواكونو ترمينځه د روانې مرستې په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده دفاعي مرستې لا قوي كولو او مرستې ته پراختيا وركولو لپاره د پاكستان په عزم زور راوړو ۔شيخ سعود د پاكستان وسله والو ځواكونو پيشه وره مهارت وستائېلو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاعي همكارۍ لا ژور كولو كښې يې د قطر خوښۍ نه خبر كړو۔په ملاقات كښې سيمه ايز صورتحال په خاص توګه د ايران او افغانستان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او په منطقه كښې د امن او استحكام ته ودې لپاره په خبرو اترو ٬تاؤ تريخوالي كښې په كمي او د اجتماعي هڅو په اهميت زور راوړلے شو ۔۔ ملاقات كښې د پاكستان او قطر د شريكې خوښې به ټولو څانګو كښې د خپلې سټريټجك همكارۍ لا زياتولو له د شريك عزم عكاسي وشوه۔

مزید خبریں