لاهور ۔24 فروری(اے پی پی) د پاكستان هاكي فېډرېشن ميډيا سېل له مخې د هاكي ورلډ كپ کوالیفائنګ راؤنډ كښې ګډون لپاره قامي هاكي لوبډله مصر ته د روانيدو لپاره اسلام آباد ايئرپورټ ته ورسيده۔ د لوبډلې هېډ كوچ خواجه جنېد په دې موقع په کوالیفائنګ راؤنډ كښې غوره نتيجو لپاره هيله مند وليدے شو۔ د خواجه جنېد وېنا وه چې كه پاك پروردګار ته منظور وي قام ته به …
هاكي ورلډ كپ کوالیفائنګ راؤنډ كښې ګډون لپاره قامي لوبډله مصر ته روانه شوه

مزید خبریں
لاهور ۔24 فروری(اے پی پی) د پاكستان هاكي فېډرېشن ميډيا سېل له مخې د هاكي ورلډ كپ کوالیفائنګ راؤنډ كښې ګډون لپاره قامي هاكي لوبډله مصر ته د روانيدو لپاره اسلام آباد ايئرپورټ ته ورسيده۔ د لوبډلې هېډ كوچ خواجه جنېد په دې موقع په کوالیفائنګ راؤنډ كښې غوره نتيجو لپاره هيله مند وليدے شو۔ د خواجه جنېد وېنا وه چې كه پاك پروردګار ته منظور وي قام ته به ښه خبر وركړو۔ د ماضي په هېرولو به مو ټول پام سباؤن ته ګرځولے او لوبغاړي په ايونټ كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونې له عزم لري۔ ده زياته كړه چې ذمه واري مې د يو چېلنج په توګه قبوله كړې او ټوله لوبډله به خوارۍ سره مېدان ته كوزيږي۔ ده قام ته هم د دعا كولو اپيل وكړو۔ پاکستان د ورلډ کپ کوالیفائنګ راؤنډ ګروپ بي كښې شامل دے۔ ګرين شرټس به خپل اولنے مېچ د مارچ په اولنۍ نېټه د چين په دوېمه نېټه د ملائيشيا او د مارچ په درېمه نېټه د آسټريليا خلاف كوي۔ قامي لوبډله په ايونټ كښې د غوره كاركردګرۍ څرګندونې كولو سره ورلډ كپ ته د لاس رسنې عزم لري۔






