اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په امر اقدامات شوي او د مرستې پېكج تيارولو سره منظور كړے شوے دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې اسلام آباد جي اليون کچهري نه بهر د بمي چاٶدنې ځپليو لپاره د مرستې پېكج په اړه ده ووئيل پېښه ډېر د سنجيده …
د جي اليون کچهري بمي چاٶدنې ځپليو له د وزيراعظم په امر د مرستې بشپړ پيكج تيار كړے شوے: سينيټر اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په امر اقدامات شوي او د مرستې پېكج تيارولو سره منظور كړے شوے دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې اسلام آباد جي اليون کچهري نه بهر د بمي چاٶدنې ځپليو لپاره د مرستې پېكج په اړه ده ووئيل پېښه ډېر د سنجيده نوعيت وه او حكومت په سمدستي توګه او موثره رسپانس وركړې۔ ده ووئيل چې په چاٶدنه كښې يو شمېر وكيلان شهيدان او ژوبل شوي چې پكښې د سپريم کورټ يو زلمے وكيل هم شامل وو۔ ده ووئيل د ژوبل شويو د درملنې مې په ذاتي توګه نګراني كړې۔ ده ووئيل د شهيد وكيل كورنۍ سره وزارت په سمدستي توګه رابطه كړې او د وزيراعظم شهباز شريف په امر د مرستې اقدامات پېل شوي، ژوبل شويو ته د طبي سهولتونو سره سره مالي معاونت هم شوې۔ ده ايوان خبر كړو چې د وزيراعظم په منظورۍ د مرستې يو جامع پېكج تيار كړے شوے دے او د مرستې د رقوم چېكس وېشلو په اړه تفصيلات به په يو څو ورځو كښې جاري كړې شي۔










