عمران خان د سترګو درملنو دويم ډوز له پمز ته راوستلے شو: د پمز اي ډي

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) سنټرل جيل اډياله كښې بندي د پي ټي آئي باني د سترګو د علاج دوېم ډوز لپاره پاکستان انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز(پمز) ته راوستلﺀ شو او دوي ته د اېنټي وي اي جي اېف انټرا وټرېل انجېكشن ولګولې شو٬ د ضروري علاج نه وروسته هغه بېرته ولېږلے شو۔ د پمز اېګزېکټو ډائرېکټر د خبر پاڼې له مخې د پروسيجر نه وړاندې د ماهرانو …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) سنټرل جيل اډياله كښې بندي د پي ټي آئي باني د سترګو د علاج دوېم ډوز لپاره پاکستان انسټيټيوټ آف ميډيکل سائنسز(پمز) ته راوستلﺀ شو او دوي ته د اېنټي وي اي جي اېف انټرا وټرېل انجېكشن ولګولې شو٬ د ضروري علاج نه وروسته هغه بېرته ولېږلے شو۔ د پمز اېګزېکټو ډائرېکټر د خبر پاڼې له مخې د پروسيجر نه وړاندې د ماهرانو ډاکټرانو بورډ د دوي تفصيلي معائنه وكړه۔ کنسلټنټ کارډيالوجسټ اېکو کارډيوګرافي او اي سي جي وكړه چې نتيجه ئې نارمل وه او کنسلټنټ فزيشن هم د باني پي ټي آئي معائنه وكړه او د دې نه وروسته ډاكټرانو دوي په طبي توګه مستحكم وګرځولو٬ د ضروري رضامندۍ نه وروسته په آپريشن تھېټر كښې احتياطي اقدامات او مانيټرنګ سره د پمز او الشفا آئي هاسپټل کنسلټنټس، آئي اسپيشلسټ او وټريو ريټينل سرجن اېنټي وي اي جي اېف انټرا وټريل انجيکشن ولګولو٬ دا عمل د ډے کيئر سرجري په توګه بشپړ كړے شو٬ د روغتون له مخې د علاج نه وړاندې٬ په مهال او وروسته د باني پي ټي آئي طبي حالت تسلي بخش ٶ، د کامياب پروسيجر نه وروسته دوي احتياطي هداياتو، فالو اپ مشورې او اړوند دستاوېزاتو سره بېرته ولېږلے شو

مزید خبریں