لاهور 23 فروري (اے پي پي) د پي اېچ اېف لنډ مهاله صدر محي الدين واني د هاكۍ د قامي ډلې په ډاډګيرنه او اعزاز كښې د روژه ماتي اهتمام وكړو چې پكښې د ډلې مېنجمنټ٬ لوبغاړو او د فېډرېشن عهدېدارو ګډون وكړو ٬ په دستوره كښې سيکرټري جنرل بريګيډيئر (ر) اکمل عزيز، شکيل شاہ، د ايډهاک ګورننس و مينجمنټ كمېټۍ شريك چيئرمېن اولمپين اصلاح الدين صديقي او اولمپين حسن …
محي الدين واني د هاكۍ قامي ډلې ډاډګيرنې او درناوي له د روژه ماتي اهتمام

مزید خبریں
لاهور 23 فروري (اے پي پي) د پي اېچ اېف لنډ مهاله صدر محي الدين واني د هاكۍ د قامي ډلې په ډاډګيرنه او اعزاز كښې د روژه ماتي اهتمام وكړو چې پكښې د ډلې مېنجمنټ٬ لوبغاړو او د فېډرېشن عهدېدارو ګډون وكړو ٬ په دستوره كښې سيکرټري جنرل بريګيډيئر (ر) اکمل عزيز، شکيل شاہ، د ايډهاک ګورننس و مينجمنټ كمېټۍ شريك چيئرمېن اولمپين اصلاح الدين صديقي او اولمپين حسن سردار، هيډ کوچ اولمپين خواجه جنېد، اسسټنټ کوچ اظفر يعقوب او ويډيو اينالسټ سلطان اشرف پشمول د قامي لوبډلې لوبغاړو او د پي اېچ اېف كمېټۍ غړي هم موجود وو۔ په دې موقع مېلمنو سره د قامي سكواډ لوبغاړي په رسمي توګه معارفي كړے شول۔






