د ترلائي پېښې د 40 شهيدانو كورنيو ته د مرستې پېكج له مخې د 20 كروړه روپو چېك جاري

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د ترلائي پېښې د 40 شهيدانو كورنيو ته د مرستې پېكج له مخې د 20 كروړه روپو چېك جاري كړے شو او د ژوبل شوو د مرستې چيكس هم جوړ دے كوم چې به ډېر زر ژوبل شوو كسانو له وركړے شي۔ د اسلام آباد ضلعي انتظاميه د وزيراعظم په امر د ترلائي پېښې ځپليو بحالۍ لپاره د مرستې په پېكېج عملدرامد لپاره …

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د ترلائي پېښې د 40 شهيدانو كورنيو ته د مرستې پېكج له مخې د 20 كروړه روپو چېك جاري كړے شو او د ژوبل شوو د مرستې چيكس هم جوړ دے كوم چې به ډېر زر ژوبل شوو كسانو له وركړے شي۔ د اسلام آباد ضلعي انتظاميه د وزيراعظم په امر د ترلائي پېښې ځپليو بحالۍ لپاره د مرستې په پېكېج عملدرامد لپاره كار تند كړے دے ٬ په دې لړ كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام فوکل پرسن سيد ذيشان علي نقوي سره د کوآرډنيشن په سبب د شهيدانو كورنيو ته د 50 لكه روپو چېك جاري كولو نه وروستو د ھغه ټولو ژوبل شوو د كومو كوائف چې بشپړ ٶ ھغوي لپاره هم د مرستې چېكس جوړ كرې شوي او د كومو كوائف چې نامكمل دي د ھغوي ډېټا هم زر تر زره د بشپړولو امر جاري كړے شوے دغسې چې ټولو ځپليو ته په سمدستي توګه د مرستې چېكس وركړے شي٬ د درېو شهيدانو كورنۍ د اسلام آباد نه بهر وې په دا سبب هغوي چېكس تر لاسه نه كړے شول۔

مزید خبریں