د غربت د كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې د روژې ريليف پېكج 2026 د پېشرفت جاج اغستو لپاره د سټيټ بانك او د شراكتدارو مالياتي ادارو سره غونډه

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د غربت د كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې د روژې ريليف پېكج 2026 د پېشرفت جاج اغستو لپاره د سټيټ بانك او د شراكتدارو مالياتي ادارو سره د ګل په ورځ د اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزير د ټولو ادارو شريكه مرسته ستائېلو سره هدايت وكړو چې د مستحقين اكاؤنټس جوړول …

اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د غربت د كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې د روژې ريليف پېكج 2026 د پېشرفت جاج اغستو لپاره د سټيټ بانك او د شراكتدارو مالياتي ادارو سره د ګل په ورځ د اعلٰی كچ غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزير د ټولو ادارو شريكه مرسته ستائېلو سره هدايت وكړو چې د مستحقين اكاؤنټس جوړول او فعاله كولو لپاره عمل سمدستي او په تندۍ سره پېل كړئ دغسې چې مرسته د كوم خنډ نه غېر ورسولې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې تر ټولو مستحقين په وخت او په عزت سره ريليف رسولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔په غونډه كښې د بانكونو او ډيجيټل مالياتي ادارو اكاؤنټس جوړول ٬ د غېر فعاله اكاؤنټس بحالي او د نغدې و ډيجيټل ادائيګو په اړه په اقدامات بريفنګ او د روژې ريليف پېكج 2026 موثر نفاذ لپاره د مكل مرستې باور وركړے شو ۔سټيټ بانك مستحقين ته آسانيو لپاره د اے ټي ايم خبرتيا اقدامات نه غونډه خبر كړه ۔وفاقي وزير هدايت وكړو چې د فنډز منتقلي او ادائيګۍ عمل د تاخير نه غېر دې ترسره كړې شي او د پېشرفت په اړه باقاعده رپورټس دې وړاندې كړے شي دغسې چې سپيځلتيا او موثر نګراني باوري كړی شي۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د روژې مباركې مياشت په مهال اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركولو لپاره ټول ترلاسه وسائل كاروي

مزید خبریں