اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په ډېره اسماعيل خان كښې امنيتي ځواكونو ته په كامياب آپرېشن د زړه نه مباركي وركولو سره د ځوانانو پيشه وره مهارت٬جرات او په وخت تګلارې ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔په خپل بيان كښې د سينيټ چيئرمېن ووئيل په ډي آئي خان كښې د ترهه ګرو په ضد د كاميابه كاروائيو په مهال د څلورو ترهه ګرو …
د سينيټ چيئرمېن په ډي آئي خان كښې د امنيتي ځواكونو په كامياب عملياتو ځوانانو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په ډېره اسماعيل خان كښې امنيتي ځواكونو ته په كامياب آپرېشن د زړه نه مباركي وركولو سره د ځوانانو پيشه وره مهارت٬جرات او په وخت تګلارې ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔په خپل بيان كښې د سينيټ چيئرمېن ووئيل په ډي آئي خان كښې د ترهه ګرو په ضد د كاميابه كاروائيو په مهال د څلورو ترهه ګرو وژل د امنيتي ځواكونو د اعلٰی تربي او غېر متزلزل عزم څرګندونه ده۔ده ووئيل د هېواد دښمن عناصر ناباكه عزائم ناكامولو لپاره زمونږ ځواكونه او قانون نافذ كوونكې ادارې شپه ورځ هڅې كوي ۔د سينيټ چيئرمېن د دې عزم پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ ناسور تر بشپړه خاتمې لپاره ټول قام او ټولې رياستي ادارې يو موټې دي۔ده ووئيل قام د پاك پوځ او قانون نافذ كوونكو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د امن او استحكام لپاره وركړې قربانۍ به بېځايه نه ځي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ بشپړه او مستقل خاتمې لپاره موثر او فيصله كن اقدامات به روان روان وي او د پاكستان امن ته زيان رسونكو هره هڅه به ناكامه كولې شي۔ده د امنيتي ځواكونو حوصلې او عزم ستائېلو سره ووئېل ټول قام په خپلو مېړنو ځواكونو وياړ لري۔










