اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كرك سيمه كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو لخوا په ايمبولينسز د بريد په سختو ټكو غندنه وكړه۔ده د بريد په نتيجه كښې د شهيدو شوو فيډرل كانسټيبلري(ايف سي)درېو ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔په خپل بيان كښې داخله وزير بريد انسانيت سوز ګرځولو سره ووئېل ايمبولينسز په څير طبي ګاډي په نخښه كول بد تره …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كرك كښې په ايمبولينسز د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه وكره٬ شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي كرك سيمه كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو لخوا په ايمبولينسز د بريد په سختو ټكو غندنه وكړه۔ده د بريد په نتيجه كښې د شهيدو شوو فيډرل كانسټيبلري(ايف سي)درېو ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔په خپل بيان كښې داخله وزير بريد انسانيت سوز ګرځولو سره ووئېل ايمبولينسز په څير طبي ګاډي په نخښه كول بد تره درندګي او سفاكيت دے۔ده ووئيل د ژوبل شوو په ايمبولينسز بريد كولو سره ترهه ګرو ثابت كړه چې د هغوي كوم مذهب يا انسانيت سره هېڅ تعلق نشته٬دا بزدلانه كاروائي د بد تره سفاكيت څرګندونه ده۔محسن نقوي د شهيدانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئيل د شهيدانو لازواله قربانۍ به قام تل ياد ساتي۔ده ووئيل قام د هغه مېړنو ځوانانو مقروض دے چا چې د هېواد په خاطر د خپل ځان قربانۍ وركړې ۔ د شهيدانو كورنۍ زمونږ د سر تاجونه دي ٬رياست به تل دوي سره ولاړ وي او دوي به يوازې نه پرې ږدي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې په بريد كښې ژوبل شوو اهلكارو ته ښه او جديد طبي آسانۍ وركړي دغسې چې د دوي زر روغ صحت ممكن شي۔










