د دوه او ګڼ اړخيزه همكارانو سره په تير مالي كال كښې د 10.643ارب ډالرو لوظنامې لاس ليك شوې ٬ چين د پاكستان تر ټولو لويې پرمختيائي شراكت دار پاتي شو : د اقتصادي چارو وزارت

اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی) د دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه همكارانو سره په تير مالي كال كښې د 10.643ارب ډالر لوظنامې لاس ليك شوي ۔ د اقتصادي چارو وزارت له مخې بهرنۍ اقتصادي مرسته د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په معاشي پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې ته په ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ رپورټ له مخې د مالي كال 2024-25 په مهال پاكستان دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه همكارانو …

اسلام آباد۔23فروری(اے پی پی) د دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه همكارانو سره په تير مالي كال كښې د 10.643ارب ډالر لوظنامې لاس ليك شوي ۔ د اقتصادي چارو وزارت له مخې بهرنۍ اقتصادي مرسته د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په معاشي پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې ته په ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ رپورټ له مخې د مالي كال 2024-25 په مهال پاكستان دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه همكارانو سره د 10.643ارب ډالرو لوظنامې لاس ليك كړي ۔په دې كښې د 5.061 ارب ډالر لوظنامې ګڼ ارخيزه پرمختيائي همكارانو ٬ د 1.289ارب ډالر لوظنامې دوه اړخيزه پرمختيائي همكارانو او د 4.294 ارب ډالر بهرنيو تجارتي بنكونو سره وكړې شوې۔ د اقتصادي چارو وزارت له مخې د تېر مالي كال په مهال په ګڼ اړخيزه پرمختيائي همكارانو كښې ايشين ډوېلپمنټ بنك د 2.206 ارب ډالر ٬ ورلډ بنك د 1.942ارب ډالر او اسلامی پرمختيائي بنك د 892 ملین ډالر مالي مرستې لوظ وكړو۔ په دوه اړخيزه پرمختيائي همكارانو كښې چين د پاكستان تر ټولو لويې پرمختيائي همكار پاتي شو۔ د تېر مالي كال په مهال چین پاکستان سره د 584 ملین ډالر مالي مرسته وكړه۔ په دې فهرست كښې سعودي عربستان 221 ملين ډالر سره په دويم او فرانس د 117 ملين ډالر سره په درېم لمبر دے۔ د شمېرو له مخې په مالي كال 2025 كښې پاکستان بجټ معاونت٬ د ادائيګو توازن او د زرمبادله پانګو مضبوطولو له د 6.221 ارب ډالر مالي مرسته ترلاسه كړه۔ په دې كښې د پراجېکټ فنانسنګ حجم 3.541ارب ډالر، د پروګرام فنانسنګ 1.630ارب ډالر او د کموډېټی فنانسنګ حجم 752ملین ډالر پاتې شو۔ د تېر مالي كال په مهال د توان او بجلۍ څانګې ته تر ټولو زياته برخه ترلاسه شوه او دې څانګې له 1.370ارب ډالر جاري كړے شول۔ د كال 2022 سېلاب نه پس د بحالۍ او د استحكام فعاليتونو له 591 ملین امریکائي ډالر مصرف كړے شول۔ ټرانسپورټ 201 ملین ډالر، منصوبه بندۍ او استوګنې له 186 ملین ډالر، صحت له 184 ملین ډالر، آبی وسائلو له 170 ملین ډالر، ګورننس له 127 ملین ډالر، كركيلې له 119 ملین ډالر، تعلیم له 113 ملین ډالر، سائنس و ټېکنالوجی له 101 ملین ډالر، تعمیرات له 100 ملین ډالر او ماحولیات له 98 ملین ډالر جاري كړے شول۔

مزید خبریں