کېنډی۔23 فروری(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی ټونټی ورلډ کپ سپر اېټ پړاؤ كښې د پاكستان او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه مېچ سبا د نهې په ورځ په پالي كېلے انټرنیشنل کرکټ سټیډیم ،سری لنکا كښې كيږي۔ دا مېچ به د پاكستان د وخت له مخې ماښام 7 بجې پېل كيږي۔ د انګلېنډ او پاکستان ترمينځه د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 په مېچ …
آئی سی سی ټی ټونټی ورلډ کپ سپر 8، د پاکستان او انګلینډ ترمينځه ميچ سبا كيږي

مزید خبریں
کېنډی۔23 فروری(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی ټونټی ورلډ کپ سپر اېټ پړاؤ كښې د پاكستان او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه مېچ سبا د نهې په ورځ په پالي كېلے انټرنیشنل کرکټ سټیډیم ،سری لنکا كښې كيږي۔ دا مېچ به د پاكستان د وخت له مخې ماښام 7 بجې پېل كيږي۔ د انګلېنډ او پاکستان ترمينځه د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 په مېچ كښې د زبردستې مقابلې امكان دے۔ انګلینډ له سيمي فائنل ته رسېدو لپاره دا مېچ ګټل ضروري دي او پاكستان به د خپلې بريا لړۍ روانې ساتلو هڅه كوي۔ سیمی فائنل پلو زغل كښې دواړه لوبډلې كوم زيان زغملې نه شي نو ځكه دا مېچ زيات مهم دے۔ په تاريخي لحاظ سره انګلېنډ د پاكستان په ضد حاوي پاتے شوے دے۔ انګلېنډ په تېرو 5 ټي 20 مېچونو كښې په درې كښې بريا ترلاسه كړې ده۔ د پاکستان لخوا صاحبزادہ فرحان 308 رنز سره په زړه پورے فارم كښې دے او سلمان علی آغا د خپل جارحانه بېټنګ دلارې پېژندلے شي۔ پاكستان د ځوانانو او تجربه لرونكو لوبغاړو امتزاج كړے دے په كومو كښې چې سلمان آغا او شاهين آفريدې شامل دے۔ د سپنرز مهارت هم مېچ كښې خوند پېدا كولې شي۔ د کېنډی مېدان كښې به انګلېنډ له د پاكستان د سپېنرز په مقابله كولو كښې محتاط پاتې كېدل وي۔






