لاهور 22 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي چې د عام وګړي ښېګړے ته پام لرنه كوو،معرکه حق نه پس د پاکستان وقار دنګ شوے،هېواد د يواځي والي او مشکل څخه راوتللو سره د پرمختك پلو روان شوے،په بے ګناہ وګړو بريد كونكي د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دي،قوم متحد دے خوارج په ضد جنګ كښې هم به کاميابي ترلاسه كوو،ګاونډيانو سره د …
د عام وګړي ښېګړے ته پام لرنه كوو،معرکه حق نه پس د پاکستان وقار دنګ شوے۔د قومي اسمبلۍ سپيکر

مزید خبریں
لاهور 22 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي چې د عام وګړي ښېګړے ته پام لرنه كوو،معرکه حق نه پس د پاکستان وقار دنګ شوے،هېواد د يواځي والي او مشکل څخه راوتللو سره د پرمختك پلو روان شوے،په بے ګناہ وګړو بريد كونكي د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دي،قوم متحد دے خوارج په ضد جنګ كښې هم به کاميابي ترلاسه كوو،ګاونډيانو سره د ښه اړيكو خوښي لرو،د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي،وفاق كښې وزيراعظم محمد شهبازشريف او صوبه كښې د وزيراعلي مريم نواز د اولس د ژوند معيار ښه كولو له شپه ورځ هلي ځلي كوي،شهري او ديهي سيمو له برابر پرمختځګ وركول زمونږ مشن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ لکھو ډير كښې د پرمختيائي منصوبو پرانستي په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔په دې موقع صوبائي وزير سهيل شوکت بټ،قيصر بټ ،عرفان ،ساجد جټھول ، بابر، مياں رمضان،شفقت ،چوہدري ارشد اوملك اصغر پشمول د ګوند کارکنان او وګړي موجود وو۔سردار اياز صادق ووئيل د عام وګړي د ژوند معيار ښه كولو ته پام لرنه كوو كوم لپاره چې وفاق كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او صوبه كښې وزير اعلي مريم نواز په مشرۍ كښې حکومت شپه ورځ كار كوي،شهري او ديهي سيمو له مساوي پرمختګ وركولو له كوټلي اقدامات كوو۔ده وئويل د پنجاب حکومت اولسي ښېګړے لپاره اقدامات د ستائني وړ دي،وزير اعلي مريم نواز حلقه 120 له تر ټولو زيات فنډز وركړې۔د باني پي ټي آئي درملني په اړه د پوښتني په ځواب د قومي اسمبلۍ اسپيکر ووئيل د باني پي ټي طبي معائنے او درملني په اړه زه پخپله ٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير نقوي او پي ټي آئي لارښود بيرسټر ګوهر رابطه كښې وو،د باني د درملني په معامله د پي ټي آئي څخه نامه غوښتلې شوي وه،هغوي د باني د خوري نامه وركړې وه هغه به هم انکاري شو،درملنه كښې د تاخير په اړه منفي پراپيګنډا شوي،د هغه خوري ولي انكار كړې دغه به د پي ټي آئي قيادت اوائي-روژي مباركه مياشت كښې د ګراني په اړه د پوښتني په ځواب د قومي اسمبلۍ اسپيکر ووئيل ګرانې سنګل ډيجټ ته راغلې،بيا هم سپلائي او ډيمانډ كښې عدم توازن په وجه ځآني عناصر د مصنوعي ګرانۍ پيدا كولو هڅي كوي،د هغوي په ضد ضلعي انتظاميې ډله آپريشن هم كوي۔










