د اسکاؤټنګ نړيواله ورځ د ځوانانو د کردار سازۍ علامت دے۔ سيدال خان

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان وئيلي چې اسکاؤټنګ نړيواله ورځ د ځوانانو کردار سازۍ، سماجي ذمه وارۍ احساس او عملي خدمت جذبے رامخې ته كولو يو مهم علامت دے، اسکاؤټنګ مقصد ځوانان د ديانتدارۍ، خود انحصارۍ او اجتماعي فلاح اصولو څخه خبروي دغسې چې د ټولني ګټه ور او صلاحيت لرونكي كسانو په توګه خپل کردار ترسره كړي۔د اتوار په ورځ د …

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان وئيلي چې اسکاؤټنګ نړيواله ورځ د ځوانانو کردار سازۍ، سماجي ذمه وارۍ احساس او عملي خدمت جذبے رامخې ته كولو يو مهم علامت دے، اسکاؤټنګ مقصد ځوانان د ديانتدارۍ، خود انحصارۍ او اجتماعي فلاح اصولو څخه خبروي دغسې چې د ټولني ګټه ور او صلاحيت لرونكي كسانو په توګه خپل کردار ترسره كړي۔د اتوار په ورځ د اسکاؤټس نړيوالي ورح په موقع په خپل پيغام كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن وئيلي چې موجوده دور كښې ځوانانو مثبت هلو ځلو پلو راغب کول د وخت مهم ضرورت دے او اسکاؤټنګ په دې اړه يو مؤثر پليټ فارم وركوي۔ده ووئيل اسکاؤټس په مشکل حالات او هنګامي صورتحال كښې خذمات ترسره كولو سره انسان دوستي او ايثار اعليٰ مثالونه جوړي،كوم چې د ټولني لپاره د تقليد وړ دي۔ده ووئيل د اسکاؤټنګ اصولو ودي سره ټولنه كښې نظم و ضبط، برداشت او شريك احترام ته وده ترلاسه كيږي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ځوانانو صلاحيتونه كارولو سره او هغوي قومي پرمختګ كښې شاملولو لپاره داسې تعميري اقدامات حوصله افزائي جاري ساتلے شي۔

مزید خبریں