سردار اياز صادق د نوموړي شاعر سيد سلمان ګيلاني په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق د نوموړي شاعر سيد سلمان ګيلاني په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔ د اتوار په ورځ د غمرازۍ په خپل پيغام كښې سيد سلمان ګيلاني ته پريزئونې وړاندې كولو سره ده ووئيل ارواښاد سلمان ګيلاني د اردو ادب يو معتبر نوم وو۔د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سردار اياز صادق …

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق د نوموړي شاعر سيد سلمان ګيلاني په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔ د اتوار په ورځ د غمرازۍ په خپل پيغام كښې سيد سلمان ګيلاني ته پريزئونې وړاندې كولو سره ده ووئيل ارواښاد سلمان ګيلاني د اردو ادب يو معتبر نوم وو۔د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سردار اياز صادق ووئيل د هغه په مړينه اردو ادب د يو وقار لرونكي او حساس تخليق کار څخه محروم شوې۔ده ووئيل د ارواښاد ادبي سرمايه د نوي نسل لپاره د لاري مشعلِ ثابتيدے شي۔اسپيکر سردار اياز صادق د ارواښاد كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔ د قومي اسمبلۍ اسپيکر دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں