پاكستان ، مصر، اردن، متحده عرب امارات ، انډونيزيا ، تركيه ، سعودي عرب ، قطر ، كويت، عمان او بحرين پشمول د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو، او آئي سي، عرب ليګ، خليج مرستي كونسل اسرائيل كښې د امريكې سفير بيانونو غندنه وكړه

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) پاكستان ، مصر، اردن، متحده عرب امارات ، انډونيزيا ، تركيه، سعودي عرب ، قطر ، كويت، عمان او بحرين پشمول اسلامي هېوادنو خارجه وزيرانو ، او آئي سي، عرب ليګ، خليج مرستي كونسل اسرائيل كښې د امريكې سفير بيانونو غندنه كولو سره دغه د سيمي امن او استحكام لپاره خطر ګرځولې۔د خارجه وزارت د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې شريك …

اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) پاكستان ، مصر، اردن، متحده عرب امارات ، انډونيزيا ، تركيه، سعودي عرب ، قطر ، كويت، عمان او بحرين پشمول اسلامي هېوادنو خارجه وزيرانو ، او آئي سي، عرب ليګ، خليج مرستي كونسل اسرائيل كښې د امريكې سفير بيانونو غندنه كولو سره دغه د سيمي امن او استحكام لپاره خطر ګرځولې۔د خارجه وزارت د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې شريك بيان كښې پاكستان، مصر، اردن، متحده عرب امارات، انډونيزيا، تركيه، سعودي عرب، قطر، كويت، عمان، بحرين، لبنان، شام او رياستِ فلسطين خارجه وزيرانو ، اسلامي هېوادونو تنظيم (او آئي سي )، عرب ليګ او خليج مرستي كونسل سيكرټريټس په اسرائيل كښې د امريكې سفير د هغه بيانونو غندنه كولو سره په هغې د تشويش څرګندونه كړي چې پكښې د امريكې سفير اسرائيل عرب رياستونو سره تعلق لرونكو سيمو پشمول مقبوضه لويديزه غاړه د اسرائيل كنټرول د قبلولو وړ ګرځولې شوي۔ بيان كښې داسې خطرناك او اشتعال انګيز ريماركس مسترد كولو توثيق شوے كوم چې د نړيوال قانون اصولو او ملګرو ملتونو منشور ښكاره خلاف ورزي او د سيمي امن و استحكام لپاره خطر دې۔ بيان كښې په دې خبره زور راوړې شوې چې دا بيانونه د امريكې صدر ډونلډ جے ټرمپ وړاندې كړې شوي وژن او غزه تنازع خاتمے كوټلي منصوبے سره نيغ په نيغه متصادم دې۔ دوي واضح كړه چې صدر ټرمپ منصوبه روادارۍ او امن په وده اډانه دے،دغسې د نورو په خاوره كنټرول جائز ګرځونكي بيانونه د هغه مقصدونو ته زيان رسوي۔ دوي د دې ډول اشتعال انګيز بيانونو مخنيوي غوښتنه كولو سره د فلسطينيانو ناقابلِ تنسيخ د خپلواكۍ حقِ او 4 جون 1967 پولو له مخې د هغوي آزاد رياست جوړولو، ټولو عرب سيمو څخه قبضے ختمولو لپاره د خپلو هېوادونو غير متزلزل عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں