اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د بے نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټري روبينه خالد بنوں كښې په سكيورټي فورسز د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره وئيلي چې د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي،ټول قوم د هغوي د كورنيو سره ولاړ دے۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې دي ووئيل سكيورټي اهلكارو پيشه وره پوهي او قربانۍ ښار د لوئ پېښې څخه بچ كړې،د …
د بے نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټري روبينه خالد بنوں كښې په سكيورټي فورسز د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د بے نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټري روبينه خالد بنوں كښې په سكيورټي فورسز د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره وئيلي چې د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي،ټول قوم د هغوي د كورنيو سره ولاړ دے۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې دي ووئيل سكيورټي اهلكارو پيشه وره پوهي او قربانۍ ښار د لوئ پېښې څخه بچ كړې،د ترهه ګرۍ په ضد د خپل ځان قرباني وركونكې ليفټيننټ كرنل شهزاده ګلفراز او سپاهي كرامت شاه تاريخ جوړ كړې۔دي ووئيل د شهيدانو قرباني به بے ځايه نه ځي،ټول قوم د هغوي د كورنيو سره ولاړ دے۔ روبينه خالد ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ښكاره مؤقف لري او د امن و سلامتي په اړه په كومه سمجھوته كولې نشي۔دي ووئيل د ترهه ګرۍ نيټ وركس ختمولو لپاره مؤثره او مستقل اقدامات ته اړتيا ده۔دې د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم له دعا اوكړه۔










