اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وزيرِ سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پاکستان پلاوي واشنګټن ډي سي كښې د امريکې محکمهٔ تجارت كښې د امريکې د تجارت سيکرټري هاورډ اے لټنک سره ملاقات كړې۔د خزاني وزير سره د تجارت سيکرټري ، امريکا كښې د پاکستان سفير او تجارتي و اقتصادي وزيران هم موجود وو۔دا خبره د خالي په ورځ د خزاني وزارت د …
د خزاني او محصولاتو وزيرِ سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پاکستان پلاوي واشنګټن ډي سي كښې د امريکې محکمهٔ تجارت كښې د امريکې د تجارت سيکرټري هاورډ اے لټنک سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وزيرِ سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د پاکستان پلاوي واشنګټن ډي سي كښې د امريکې محکمهٔ تجارت كښې د امريکې د تجارت سيکرټري هاورډ اے لټنک سره ملاقات كړې۔د خزاني وزير سره د تجارت سيکرټري ، امريکا كښې د پاکستان سفير او تجارتي و اقتصادي وزيران هم موجود وو۔دا خبره د خالي په ورځ د خزاني وزارت د اړخه جاري شوې بيان كښې شوي۔دواړه اړخه د تجارت او سرمايه کارغ په څانګو كښې په خاص توګه اقتصادي مرستي ته ودي وركولو خواهش څركندونه شوي۔دې نه ځانله د امريکا د اړخه آئي سي ټي، کان کني او توان په څانګو كښې سرمايه کارۍ كښې خوښي لرلو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ د خزاني وزير په 31 مارچ 2026 کيدونكي امريکا-پاکستان تجارتي و سرمايه کارۍ فورم په كولو د امريکې چيمبر آف کامرس کردار وستائلو۔ په دې فورم كښې به د دواړو هېوادونو نوموړي کمپنيو نمائندګان او پاکستان و امريکا وزارتي كچه قيادت ګډون كوي۔د خزاني وزير هيله څرګنده كړه چې د امريکې د تجارت سيکرټري دفتر به هم په دې فورم كښې ګډون كوي۔دواړو ډلو راروانو مياشتو كښې لويو منصوبو كښې سرمايه کارۍ په اړه رابطو لا زياتولو د عزم پخلے وكړو۔










