اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بنوں كښې شهيد شوي کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيد کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه کورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي ووئيل شهيد کرنل شهزاده ګل فراز د مړاني او …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بنوں كښې شهيد شوي کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيد کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه کورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي ووئيل شهيد کرنل شهزاده ګل فراز د مړاني او شجاعت يو تاريخ جوړ كړې۔د كورنيو چارو وزير شهيد کرنل شهزاده ګل فراز او سپاهي کرامت شاه ته سلام كولو سره ووئيل کرنل شهزاده ګل فراز د خپل ځان قرباني وركولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه كړي۔ محسن نقوي ووئيل شهيد کرنل شهزاده ګل فراز عظيم قربانۍ به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل د شهيدانو عظيم قربانيو به قوم عمر له مقروض وي۔










