مورنۍ ژبي د انسان شناخت، وقار او تهذيبي ورثے بنياد دې،د هغې تحفظ زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده ۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي چې مورنۍ ژبي د انسان شناخت، وقار او تهذيبي ورثے بنياد دې،د هغې تحفظ زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده ،دا نه يواځې زمونږ پهچان رامخې ته كوي بلكه زمونږ رسم و رواج، اقدار او ثقافتي روايات آئينه دار هم وي۔د سينيټ سيکرټريټ له مخې د خالي په ورځ د مورنو ژبو نړيوالي ورځ …

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي چې مورنۍ ژبي د انسان شناخت، وقار او تهذيبي ورثے بنياد دې،د هغې تحفظ زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده ،دا نه يواځې زمونږ پهچان رامخې ته كوي بلكه زمونږ رسم و رواج، اقدار او ثقافتي روايات آئينه دار هم وي۔د سينيټ سيکرټريټ له مخې د خالي په ورځ د مورنو ژبو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل تحقيق څخه ثابت شوې چې د كور په ژبه كښې تعليم پېل كونكي ماشومانو ذهني نشوونما زياته مؤثر او متوازن انداز كښې وي، مورنۍ ژبه د ماشومانو وړومبې غږ او د هغوي وراثتي علم و روايت امين وي كوم چې د هغوي شخصيت سازۍ كښې بنيادي کردار ترسره كوي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاکستان د ژبو يو ښكلي او رنګارنګ ګلدسته ده،هېواد كښې پنجابي، سندھي، پشتو، بلوچي، سرائيکي، براهوي، هندکو، هزاروي او نوري ګڼي ژبي وئيلي كيږي كوم چې زمونږ د شريك كلتور، تاريخ، روايتي رابطو او تاريخي داستانونو ترجماني کوي۔ده ووئيل اردو وفاقي برخي تړونكي رابطے ژبي په توګه مهم كردار ترسره كوي دغسې پاکستان كښې وئيلي كيدونكي ټولي ژبي د يو ډول احترام او فخر مستحق دي۔سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي چې د پاکستان مورنو ژبو كښې يو شمير نامتو شاعران او اديبان پيدا شوي كومو چې د خپلو تخليقات د لارې قومي او نړيواله كچه د هېواد نامه روښانه كړي،دغه ژبي زمونږ د د پلار نيكه قيمتي ميراث دې د كومو تحفظ، ترويج او وده چې زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د مورنو ژبو تحفظ او ودي لپاره كوټلي ګامونو ته اړتيا ده دغسې چې نوي نسلونه خپل ثقافت څخه خبر وي او قومي يووالې نور هم مستحکم كړې شي۔

مزید خبریں