اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) وئيلي چې په 21 فروري ځانمرګي بريد پشمول د نورو ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع په انټيلي جنس بېسډ اډانه عملياتو په مهال يو ناوړه بريد كښې د هند پراکسي فتنه الخوارج په ضلع بنوں كښې د سيکيورټي فورسز ډله په نښه كړه۔ آئي ايس پي آر د اړخه د خالي په …
بنوں كښې فتنه الخوارج د امنيتي ځواكونو په قافله بريد، ليفټيننټ کرنل شهزاده ګل فراز اوسپاهي کرامت شاه شهيدان شول، 5 خوارج ووژل شول۔ آئي اېس پي آر

مزید خبریں
اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) وئيلي چې په 21 فروري ځانمرګي بريد پشمول د نورو ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع په انټيلي جنس بېسډ اډانه عملياتو په مهال يو ناوړه بريد كښې د هند پراکسي فتنه الخوارج په ضلع بنوں كښې د سيکيورټي فورسز ډله په نښه كړه۔ آئي ايس پي آر د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې پرېس ريليز له مخې بنوں ښار كښې بے ګناه وګړي/قانون نافذ کونكي ادارو اهلکار په نښه كولو ناوړه عزائم ناکامه كولو سره د ليډنګ ګروپ په يو ګاړي كښې ناست ځانمرګې بريد كونكې ودرولو سره سيمه او وګړي /قانون نافذ کونكي اهلكار د لوئ زيان څخه بچ كړې دي۔د خوارج موجودګۍ په اړه روان عملياتو په مهال په يو بل د ډزو نه پس سيکورټي فورسز 5 خوارج وژلي دي دغسې د مايوسۍ په دې حال كښې خوارجو د بارود څخه ډك ګاړې د امنيتي ځواكونو په ګاړو كښې د يو سره وجنګولو۔ چې په نتيجه كښې ئې د مړاني اقدامات لپاره نامتو يو بهادر کمانډنګ آفيسر او د خپلي ډلي فرنټ څخه قيادت کونكې ليفټيننټ کرنل شهزاده ګل فراز (عمر: 43 كاله ، د ضلع مانسهره اوسيدونكې) د سپاهي کرامت شاه (عمر: 28 كاله ، ضلع پېښور اوسيدونكې) سره شهيدان شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې خوارجو د افغانستان خاورې استعمال او روژې مباركي مياشت تقدس خيال نه ساتلو سره پاکستان کښې دننه د ترهه ګرۍ كاروائي رواني ساتلي۔دې سره ښكاره شوي چې هغوي د اسلام سره څه تعلق نه لري۔افغان طالبانو حکومت يو ځل بيا خوارج په پاکستان کښې د ترهه ګرۍ کارروائيو لپاره د افغان خاوري استعمال مخنيوي كښې ناكامه شوي۔ آئي ايس پي آر واضحه كړي چې پاکستان دې ناوړه او بزدلانه فعل مرتکب كسانو په ضد به د هيڅ ډول تحمل څخه كار نه اخلي او خوارج په ضد جائز انتقام لپاره به کارروائي رواني وي۔د پاکستان امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کونكو ادارو د اړخه وژن ’’عزم استحکام‘‘ ترمخه د ترهه ګرۍ مخنيوي مهم ( د كوم چې نېشنل ايکشن پلان وفاقي سپريم کمېټۍ منظوري وركړې) ترمخه به ټول هېواد څخه د غير ملکي اسپانسرډ او حمايت يافته ترهه ګرۍ لعنت ختمولو لپاره بشپړه رفتار سره روان وي او زمونږ د بهادرو ځوانانو ځانګړي قربانۍ زمونږ د قوم عزم نور هم قوي كوي۔










