د پاكستان قامي كركټ ډله به په مارچ كښې د بنګله دېش دوره كوي

لاهور 20 فروري (اے پي پي)د پاكستان قامي كركټ ډله به په مارچ كښې د بنګله دېش دوره كوي چرته به چې د درېو يو ورځنو نړيوالو ميچونو سيريز كوي۔د بنګله دېش كركټ بورډ د جمعې په ورځ د دې سيريز تصديق كړے دے ۔قامي ډله به په 9مارچ د ګل په ورځ ډهاكه ته رسي او په 10 مارچ به تربيتي سېشن كوي۔وړومبے يو ورځنے مېچ به په 11 …

لاهور 20 فروري (اے پي پي)د پاكستان قامي كركټ ډله به په مارچ كښې د بنګله دېش دوره كوي چرته به چې د درېو يو ورځنو نړيوالو ميچونو سيريز كوي۔د بنګله دېش كركټ بورډ د جمعې په ورځ د دې سيريز تصديق كړے دے ۔قامي ډله به په 9مارچ د ګل په ورځ ډهاكه ته رسي او په 10 مارچ به تربيتي سېشن كوي۔وړومبے يو ورځنے مېچ به په 11 مارچ د شورو په ورځ شير بنګله نېشنل كركټ اسټېډيم ډهاكه كښې كېږي۔دوهم به په 13 مارچ دغسې دريم او وروستے ميچ به د مارچ په 15مه نيټه هم په دې اسټېډيم كښې كيږي۔ د پاكستان د جولائي 2025 نه پس دا د بنګله دېش دوهمه دوره ده ۔د دې څخه وړاندې پاكستان جولائي 2025 كښې د درېو ټي 20 ميچونو سيريز لپاره د بنګله دېش دوره كړې وه چې پكښې كوربه ډلې2-1 سره كاميابي ترلاسه كړې وه۔بنګله دېش تېر كال مئي او جون كښې د پاكستان دوره كړې وه چرته چې د سلمان علي آغا په مشرۍ كښې پاكستان د درېو ټي 20 ميچونو سيريز كښې 3-0 سره كاميابي ترلاسه كړې وه