په برآمدات اډانه معیشت او په صوبائی او ضلعی كچه صنعتی یونټس د لارې میکرو اکنامك نمو د غريبۍ ختمولو لپاره د وخت مهم ضرورت دے۔احسن اقبال

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي په برآمدات اډانه معیشت او په صوبائی او ضلعی كچه مشتمل صنعتی یونټس د لارې میکرو اکنامك نمو هېواد كښې د غريبۍ ختمولو لپاره د وخت مهم ضرورت دے۔د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې په ورځ د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خصوصی اقدامات وزارت آډیټوریم كښې د غريبۍ او …

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي په برآمدات اډانه معیشت او په صوبائی او ضلعی كچه مشتمل صنعتی یونټس د لارې میکرو اکنامك نمو هېواد كښې د غريبۍ ختمولو لپاره د وخت مهم ضرورت دے۔د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې په ورځ د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خصوصی اقدامات وزارت آډیټوریم كښې د غريبۍ او عدم مساوات اندازه 25۔ 2024 دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل جامع پرمختيائي اهداف (اېس ډي جیز) د اړخه پیشرفت مخ په وړاندې بوتللو سره ے د ځائې صلاحیتونو زياتولو او په لاندي كچه غريبۍ ختمولو لپاره په ضلع او صوبائي توګه د وړو او مينځنۍ درجې کاروباری ادارو (اېس ایم ایز) او کاټیج انډسټریز په وده كار روان دے۔ده ووئيل معیاری تعلیم او د وسائلو يو برابر وېش سره برآمدی پرمختګ په قوي او صوبائی دواړو كچو د غريبۍ ختمولو كښې مهم کردار ترسره كولې شي۔احسن اقبال ووئيل د کوویډ۔ 19 په مهال نړيوال غذائی افراط زر سپر سائیکل سره سره د ماحولیاتي تباهۍ په وجه قامي غريبي 21.9 فیصد څخه زياته شوې۔ده ووئيل د معاشي چیلنجونو يوه برخه د پاکستان تحریك انصاف (پي ټآ آئي) د پخواني حکومت پالیسي هم وه چې له امله يې معاشي بدانتظامي او سیاسي عدم استحکام هېواد د انټرنېشنل مانیټري فنډ (آئي ایم ایف) سره درېو پروګرامونو كښې په داخليدو مجبور کړو ۔ده ووئيل د آئی ایم ایف لوظنامو ترمخه سبسډي كښې د كمي پشمول سخت اصلاحاتی اقدامات د غريبۍ سطح زياتولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ احسن اقبال ووئيل صوبو كښې دننه د وسائل غیر مساوي وېش غريبۍ او عدم مساوات كښې مهم كردار ترسره كوي

مزید خبریں