مورنۍ ژبه د لذت٬ عظمت٬ اتحاد او ترقۍ ژبه

مورنۍ ژبه د لذت٬ عظمت ٬ اتحاد او ترقۍ ژبه ليك ډاكتر ضياﺀ الرحمان ضياﺀ   د مورنۍ ژبې د عظمت او ضرورت نه  انكار خو كېدے نشي ځكه چې انسان د دې نه بغېر كه نيمګړے نه وي نو مكمل هم نه دے ٬ ځكه د انسان د پېدائش سره ورته لويې څښتن د ژبې علم او خبرو چل اوښود او د خپل داخلي اظهار او ضرورت لپاره يې …

مورنۍ ژبه د لذت٬ عظمت ٬ اتحاد او ترقۍ ژبه

ليك ډاكتر ضياﺀ الرحمان ضياﺀ

 

د مورنۍ ژبې د عظمت او ضرورت نه  انكار خو كېدے نشي ځكه چې انسان د دې نه بغېر كه نيمګړے نه وي نو مكمل هم نه دے ٬ ځكه د انسان د پېدائش سره ورته لويې څښتن د ژبې علم او خبرو چل اوښود او د خپل داخلي اظهار او ضرورت لپاره يې په داسې ښاغلي طرز او هنر ګويا كړو چې د بدن د نورو ډېرو ضروري حاجتونو او اجزا سره د دې اهميت هم هغسې نه يوازې مسلم ثابت شو بلكې زيات او سمدستي هم محسوس شو۔ قدرت انسان ته ډېر صلاحيتونه او عظمتونه وربخلي چې څه څرګند دي ٬ څه څرګنديږي او څه لا د سائنس د نظر او وس نه هم لا پټ پاتي دي او شايد چې كله هم ښكاره نه كړے شي٬ په دغه صلاحيتونو كښې د نورو هنرونو ٬ علمونو او كارونو سره د ژبې علم او زده كول هم يو نادر كار دے چې په يو وخت انسان څو ژبې زده كولې ٬ ليكلې او وئېلې شي خو د ټولو نه معتبره ٬ شېرينه ٬ رښتيا او حقيقت پسنده خبره دا ده لكه ستر صوفي و شاعر حمزه بابا چې وئېلي دي

اول  خپله ژبه پس ته نورې ژبې

بې بنياده عمارت خو سمون نه كا

د دې رښتيا او حقيقت تسليمولو سره او د دې اندېښنې او خطر له امله چې هر كال د نړۍ نه ډېرې ژبې خپل وجود بېلې او د زمكې نه وركېږي ٬ د بنګلې دېش په هڅو د    UNESCOجنرل كانفرنس په 17 نومبر 1999 كښې د مورنۍ ژبې سلامتيا او تحفظ لپاره  يو ګام واغست د كوم چې بيا وروستو د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ  د يو قرارداد262 / 56  كال 2002  منظوري وركړه چې د مورنو ژبو ودې او تحفظ ٬ او د كلتور لپاره به خپلې هلې ځلې موثره كوي  او هر كال به په 21 فرورۍ د مورنو ژبو نړيواله ورځ نمانځلې شي۔په دغه لړ كښې ملګرو ملتونو كال 2008  د ژبو كال په حېث  د نمانځلو اعلان وكړو ۔ په نړۍ كښې تر ټولو زياته ويونكې ژبه مندرين د چين ژبه ده  كومه چې نزدې  يو ارب انسانان وائي ٬ په دويم لمبر هسپانوي ژبه ده چې نزدې 400 مېلين خلق يې ليكي او وائي دغسې په دېرم لمبر انګليسي ده چې  ويونكې يې 335 ملين ته نزدې دي ۔  د انسان هغه ژبه په كومه كښې چې خوب ويني مورنۍ ژبه وي او كومه چې د  انسان د ښائست ٬ خوږ والي ٬ د ترقۍ او كلتور نه يوازې ساتندويه وي بلكې شخصي وقار  او د قيادت جوهر هم څرګندونكې وي۔  پوهان دا هم وائي چې د نړۍ په قامونو نظر واچولې شي نو هغه قامونو ترقي كړې ده چې چا پخپله ژبه كښې د تعليم دروازې پرانستلې او د ژوند د هر ضرورت او هنر په تګ و دو كښې يې مقدم ساتلې او د قديم علمونو سره يې د جديد علمونو او هنرونو په كالو سنګار ساتلې ده۔زمونږ په هېواد كښې هر څو چې مورنو ژبو ته هغسې پام لرنه نه دې شوې لكه څومره چې پكار ده خو د دې خاورې وګړو په خاص توګه شاعرانو ٬ اديبانو او نورو منورينو ته دا اعزاز تر لاسه دے چې خپلې مورنۍ ژبې يې د سيالو سره سيال ساتلې او په هره كچه دغه ذمه وارۍ په شعوري ډول تر سره كوي هر څو چې سركاري ادارې هم په دې لړ كښې د خپل  استعداد مطابق خپل كردار تر سره كوي او حكومتونه هم په دې حقيقت خبر دي ۔ په دې لړ كښې د سپريم كورټ د پخواني چيف جسټس جسټس جواد ايس خواجه پرېكره د اردو ژبې لپاره ډېره ګتوره ده خو چې عمل درامد پرې اوشي ۔ دغسې د تېرو صوبائي حكومتونو د  پښتو  ژبې په سكولونو او كالجونو كښې لازمي ګرځولو په حقله اقدامات هم د ډاډ وړ دي چې پكښې په ماضي قريب كښې د ډائرېكټر ايجوكېشن سركلر هم د پښتو سيالولو لپاره ګتور كوشش دےي خو لا ډېر څه پاتي دي چې كول يې ضروري نه بلكې ناګزير دي ۔ په يو وخت كښې په دې خاوره د فارسۍ اثر ډېر زيات او د ادب او فن  تر ټولو لويه زريعه وه  ٬ د دغې حقيقت تر مخه  او څه د خپلې دور اندېشۍ په سبب  خوشحال بابا وئېلي وو

چا يې پلو له مخه وانغست

پښتو لا هغسې بكره پرته ده

د مورنۍ ژبې اهميت ٬ افاديت او لذت په حقله د اسلاميه كالج پوهنتون پیښور د اردو څانګې مشر او د اردو پښںتو نامتو ليكوال پروفېسر اظهار الله اظهار وائي

نن د مورنيو ژبو ورځ ده او زمونږ خوش بختي دا ده چې مونږ پښتانه يو ٬  ژبه يو داسې لوي انعام دے چې پرودګار يوازې په انساني معاشرې باندې كړے دے ٬ تر څو پورې چې د حېواناتو چې د دنيا په هر ګوټ كښې د هغوي غږونه او فرېكوينسي شته ٬  كومه چې د هغوي لپاره كافي ده خو د انسانانو لپاره يې د شناخت او پېژندګلو لپاره ژېې وركرې دي ٬ په حېوانانو كښې پښتون ٬ انګرېز او پنجابے نشته ٬ ټول يو فرېنكونسي فالو كوي ٬ انسانانو له يې ژبې ځكه وركړي چې په دې د دوي پېژنګلو كېږي ٬ نو د يو قام په ژبه كښې د هغوي تهذيب ٬ معاشرت او د علم سطح او نفسيات ټول شامل وي چې زده كول يې ډېره ضروري وي ٬ ځكه چې داسې د انسان په شخصيت كښې وسعتونه راځي  او په پوهه كښې يې زياتوالے راځي ٬ده ووئېل  پښتو داسې يوه ژبه ده چې پكښې مونږ خوبونه وينو او خپل تعبيرونه متعين كوو ٬  ده ووئېل  پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده او د مور په خيټه كښې د دې اثرات په مونږ شروع وي ٬ بيا په خړپوسو كښې او ساه ګانو كښې د دې اثرات شامل وي ۔ په وينه كښې شامل وي ٬ زمونږ نه ګېر چاپېره  د ژبې نفسيات وي ٬ روايات وي ٬ تهذيبي رنګونه وي  او اقدار وي ٬   ده ووئېل بيا تاسو اوګورۍ كه د نغري مونږ په انګلېسۍ كښې ترجمه كوو نو په فائرپټ په نوم به يې ترجمه كوو  يا چولها هم ٬ خو دا هغه ماحول نه منتقل كوي ٬ نغرې خو هغه ماحول دے چې پكښې مشران ٬ كشران ناست وي خوراك پكښې كوي مشورې هم كوي٬د مستقبل لائحه عمل هم جوړوي ٬  كه دا مونږ بلې ژبې ته منتفل كوو نو دا به د دې ساخت منتقل شي  داخلي دنيا يې نه منتقل كېږي۔ حمزه بابا وائي

پردئ ژبه زده كول كه لويې كمال دے

خپل ژبه هېرول بې كمالي ده۔

 

ژبه  د كلتور او ټولنې د حفاظت او ټولنئيزو اقدارو يوه سر چينه او زريعه هم وي كومه چې د خپل رسم ٬رواج٬ دود دستور او د نرخونو په بندونو د معاشرې نه د اړي ګري په مخ نيوي  او ډسپلن ساتلو كښې يو قوي كردار لوبوي او په لا شعوري توګه د خپل لذت او شېرېنتيا په كمال د عظمت٬  اتحاد او د درد مندو زړونو د سكون و اطمېنان سبب ګرځي  ۔

د مورنۍ ژبې  نامتو ليكوال او شاعر پرائېډ آف پرفارمنس ډاكټر اباسين يوسفزے وائي

د غزل بابا وائي

خپل ې ژبې خپل تهذيب وته چې شا كړه

ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه كا

اول خپله ژبه پس ته نورې ژبې

بې بنياده عمارت خو سمون نه كا

مونږ چې په دنيا نظر اچوو نو د دنيا ټول قامونه چين ٬ جاپان٬ فرانس ٬ يورپ ٬ روس ٬ امريكا د هغوي د ترقۍ راز چې دے پخپله ژبه كښې تعليم دے٬ كوم قامونه چې پخپله ژبه كښې تعليم حاصلوي ٬ هغوي خپله ژبه هم وائي ٬ د خپلو رواياتو او قدرونو نه هم خبرېږي ٬ د خپلو اتلانو او د خپل تاريخ او خپل مذهب نه هم  په دېر ښكلي ډول خبر وي ٬ ځكه خو شاعر وائي

پردئ ژبې زده كول كه لويې كمال دے

خپله ژبه هېرول بې كمالي ده

نو مونږ دا وايو چې بچي ته تعليم په مورنۍ ژبه كښې وركړې ٬ زموڼږ په پاكستان كښې دې بچر انګريزي ژبه هم زده كوي ځكه چې هغه به يې په روزګار كښې پكار راځي٬ دنيا سره به پرې رابطه ساتي ٬ عربي دې هم زده كوي ځكه چې د قران او حديث ژبه ده ٬ د هغې نه علاوه فارسي دې هم زده كوي ٬ ډېر اعلې ادب پكښې موجود دے ٬ چينائي دې هم زده كړې ځكه چې چائينز زمونږ ګاونډيان دي او زمونږ ورسره راشه درشه ده او زمونږ ورسره كاروبارونه دي ٬ نو په ژبو زده كولو كښې څه عېب نشته خو خپله ژبه هېرول دا خطرناك كار دے ٬ ده ووئېل كه تاسو اوګورئ د خپلې ژبې اهميت او ضرورت هله تسليم شي چې كله مونږ خوب وينو ٬ مونږ له به نورې شل ژبې راځي  خو خوب پخپله مورنۍ ژبه كښې وينو ۔ نو چې كومه ژبه زمونږ د شعور او لاشعور ژبه ده ٬ كومه ژبه چې زمونږ د مور ژبه ده كومه ژبه زمونږ كلتوري ژبه ده نو پكار ده چې د هغې خيال اوساتلې شي  او نورو ژبو زده كولو ته هم پام لرنه اوشي ٬ هغه قامونه تر تل تله په دنيا كښې ښاد دي چې هغوي ځان نه دې هير كړے او د نورې دنيا د ټولو قامونو سره يې مينه كړې ده٬ د نورې ټولې ژبې چې دي دا زمونږ چاچي ګاني دي ٬ مامي ګاني دي ترورياني دي خو خپله ژبه چې وي هغه مورنۍ ژبه وي٬ جنت د مور د خپو لاندې دے اول خدمت د مور دے بيا وروستو د ترور او چاچي دے۔

 

زمونږ مورنۍ ژبه چې د پښتونولۍ امين او د بلها خاصيتونو سره په تاريخي او ادبي توګه هم ډېره غني ده هم د سرمايي ٬  ټېكنالوجۍ او ماده پرستۍ په دور كښې لكه د نورو ژبو د وخت د چېلنجونو او مشكلات تر مخه د خپلې بقاﺀ او ارتقاﺀ په لاره ګامونه اخلي او د نړۍ سره په نوو لارو د تللو  او د خپل جلا تشخص برقرار ساتلو يون كوي خو دا هر څه به هله ګتور او معنې لرونكې وګرځي چې كله د دې خپل زامن دا وائي ٬ ليكي او وپالي ۔ هله به پښتانه بيا په وياړ وئېلې شي لكه امير المتغزلين ۔۔

د پښتو څڼه اوربل كښې حمزه برخه زما هم شته

دا احساس به تل ژوندے وي په راتلونكو پښتنو كښې

په مننه د اے پي پي

مزید خبریں