د وفاقي پلازمينې په رمضان بازارونو كښې به د څيزونو د معيار او نرخونو كومه سودا كولې نه شي: ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د وفاقي پلازمينې په رمضان بازارونو كښې به د څيزونو د معيار او نرخونو كومه سودا كولې نه شي٬ ملاوټ او ذخيره اندوزي كوونكي دي منع شي ګني اېف آئي آر او ګرفتارۍ سره به مخ شي۔ د جمعې په ورځ ډپټی کمشنر او اسسټنټ کمشنر اسلام آباد سره د جی سکس رمضان بازار دورې په …

اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د وفاقي پلازمينې په رمضان بازارونو كښې به د څيزونو د معيار او نرخونو كومه سودا كولې نه شي٬ ملاوټ او ذخيره اندوزي كوونكي دي منع شي ګني اېف آئي آر او ګرفتارۍ سره به مخ شي۔ د جمعې په ورځ ډپټی کمشنر او اسسټنټ کمشنر اسلام آباد سره د جی سکس رمضان بازار دورې په موقع ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د روژې مباركه مياشت كښې اولس ته په ارزان نرخ د خوراك څښاك څيزنه وركول د دې بازارونو مقصد دے۔ په اسلام آباد كښې تر دې دمه 7 رمضان بازارونه لګولې شوي دي۔ د ډپټی کمشنر او اسسټنټ کمشنر اسلام آباد په شمول ټول ضلعي انتظاميه ددې بازارونو مانيټرنګ كوي۔ ده ووئيل آبپارہ، پارک روډ ، بهارہ کہو، ترامړی ،جی ټېن او نورو سيمو كښې بازارونه لګولې شوي دي چرته چې اوړه ٬ چيني ٬ دالونه ٬غوړي ٬مېوې ٬ سبزيانې او نور څيزونه وګړي په رعايتي نرخونو ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل مونږ سټال هولډرز څخه كومه كرايه نه اخلو۔ ده ووئيل وزيراعظم په خپله ددې بازارانو رپورټ اخلي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې ملاوټ او ذخيره اندوزي كوونكي دي منع شي ګني اېف آئي آر او ګرفتارۍ سره به مخ شي۔ ده ووئيل مونږ د بازار دورې په مهال وګړي د څيزونو معيار او قيمت حوالې سره مطمئن ليدلے دے۔

مزید خبریں