اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د كال 2024 فرورۍ مياشتې په 8 مه نېټه شوو ټولټاكنو څخه وروستو په نزدې 48 قومي او صوبائي حلقو كښې ضمني ټاكنې وشوې۔ په كومو كښې چې 15 د قومي اسمبلۍ حلقې وې۔ د الېکشن کمېشن لخوا د ترلاسه شوو دستاوېزاتو له مخې د پنجاب اسمبلۍ په 21 چوكو ٬ د سندھ اسمبلۍ په 2، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په 2 …
د كال 2024 فرورۍ مياشتې په 8 مه نيټه شوو ټولټاكنو څخه وروستو په ګرد هيواد كښې د قومي او صوبائي اسمبليو په 48 حلقو كښې ضمني ټاكنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د كال 2024 فرورۍ مياشتې په 8 مه نېټه شوو ټولټاكنو څخه وروستو په نزدې 48 قومي او صوبائي حلقو كښې ضمني ټاكنې وشوې۔ په كومو كښې چې 15 د قومي اسمبلۍ حلقې وې۔ د الېکشن کمېشن لخوا د ترلاسه شوو دستاوېزاتو له مخې د پنجاب اسمبلۍ په 21 چوكو ٬ د سندھ اسمبلۍ په 2، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په 2 او د بلوچستان اسمبلۍ په 8 نشستونو ضمني ټاكنې وشوې۔ د قومي اسمبلۍ په حلقو كښې اېن اے 8 باجوړ،اېن اے 18 هری پور، اېن اے 44 ډیرہ اسماعیل خان،اېن اے 66 وزیر آباد، اېن اے 96 فېصل آباد،اېن اے 104 فېصل آباد، اېن اے 129 لاهور، اېن اے 132،اېن اے 171 رحیم یار خان، اېن اے 143 ساهیوال،اېن اے 148 ملتان،این اے 185 ډیرہ غازی خان،اېن اے 196 قمبر شهداد کوټ، اېن اے 207 شهید بے نظیر آباد او اېن اے 213 عمر کوټ شامله ده۔ د پنجاب اسمبلۍ په حلقو كښې پی پی 10 راولپنډی، پی پی 22چکوال،پی پی 32 ګجرات، پی پی 36 وزیر آباد، پی پی 52 سیالکوټ، پی پی 54 نارووال، پی پی 73 سرګودھا، پی پی 87 میانوالی، پی پی 93 بھکر، پی پی 98 فیصل آباد،پی پی 115 فیصل آباد،پی پی 116 فیصل آباد،پی پی 139 شیخوپورہ،پی پی 149 لاهور،پی پی 158 لاهور،،پی پی 167 لاهور،پی پی 203 سائیوال،پی پی 266 رحیم یار خان،پی پی 269 مظفرګړھ ،پی پی 289 ډیرہ غازی خان او پی پی 290 ډی جی خان شامله ده۔ دغسې د سندھ اسمبلۍ په حلقو كښې پی اېس 9 شکارپور،پی ایس 80 دادو او د خېبر پښتونخوا اسمبلی پی کے 22 باجوړ او پی کے 91 کوهاټ شامله ده۔ د بلوچستان اسمبلۍ په حلقو كښې حلقه پی بی 8 سبی،پی بی 9 کوهلو،پی بی 20 خضدار،پی بی 22 لسبېله،پی بی 45 کوئټه،پی بی 50 قلعه او پی بی 51 چمن شامله ده۔ په پي بي 36 لسبېله كښې به په 10 پولنګ سټېشنونو د مارچ په 10 مه او اېن اے 256 خضدار كښې به په 5 اپرېل ضمني ټاكنې كيږي۔










