اسلام آباد۔20فروری (اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوی اسلام آباد بس سروس ته تر روات پراختيا وركولو اعلان كولو سره وئيلي دي چې په دې بسونو كښې د روزانه په بنياد د سفر كوونكو شمېره له يو لك 25 زره څخه زياتولو سره تر 2 نيم لكه ته د رسولو هدف ټاكلے شوے دے۔ په وفاقي پلازمينه كښې ماحول دوست پبلك ټرانسپورټ ته وده وركولو پلو …
د كورنيو چارو وفاقي وزير په اسلام آباد كښې د اليکټرک بسونو نوي ډپو ٬ چارجنګ سينټر پرانسته وكړه ٬ سروس ته تر روات د پراختيا وركولو اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد۔20فروری (اے پی پی) د كورنيو چار وفاقي وزير محسن نقوی اسلام آباد بس سروس ته تر روات پراختيا وركولو اعلان كولو سره وئيلي دي چې په دې بسونو كښې د روزانه په بنياد د سفر كوونكو شمېره له يو لك 25 زره څخه زياتولو سره تر 2 نيم لكه ته د رسولو هدف ټاكلے شوے دے۔ په وفاقي پلازمينه كښې ماحول دوست پبلك ټرانسپورټ ته وده وركولو پلو يو مهم ګام پورته كولو سره وفاقي وزير محسن نقوي د الېكټرك بسونو د نوي ډپو او چارجنګ سېنټر پرانسته كړې ده۔ په دې موقع ده په الېكټرك بسونو كښې د سفري آسانيو معائنه هم وكړه۔ د پرانستې دستورې په مهال وفاقي وزير ته په بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې په ډپو كښې د 64 چارجرز لګولو ګنجائش شته په كومو كښې چې 50 لګولې شوي دي او پاتې 14 به هم ډېر زر ولګولې شي۔ يو چارجر په دوه ساعتونو كښی چارج كيږي۔ د اسلام آباد په 21 بېل روټس الېكټرك بسونه چلېږي او ټول سسټم ګوګل انټېګرېټ كړے شوے دے۔ دغسې چې مسافرو ته آساني وي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې محسن نقوي ووئيل د اسلام آباد 1 لکه 25 زره وګړي روزانه په دې بسونو كښې سفر كوي او دا شمېره تر 2 نيم لكه رسولو هدف ټاكلے شوے دے۔ ده اعلان وكړو چې الېكټرك بسونو ته به اوس تر روات پراختيا وركولې شي او د زده كوونكو د روټس به خاص خيال ساتلې شي۔ داخله وزير انكشاف وكړو چې اېچ آئی ټی په پاكستان د الېكټرك بسونو په ځائي كچه جوړول پېل كوي۔ ده وئيل د پنډۍ او اسلام آباد ترمينځه رېل سروس بحالولے شي۔ مېټرو سره الېكټرك بس سروس د ټرېفك مسئلو په حل كولو كښې زيات مرستيال ثابتېږي۔ په دستوره كښې چیف کمشنر اسلام آباد، آئی جی اسلام آباد پولیس، ډپټی کمشنر او نورو اعلی افسرانو هم ګډون وكړو۔ محسن نقوی د منصوبې په كاميابۍ سره بشپړولو د ټولې ډلې كاركردګي وستائله او دوئي له يۍ مباركي وركړه










