کولمبو 20 فروري (اے پي پي) د پاکستان او نيوزي لينډ ترمېنځه د ټي ټونټي نړيوال کپ سپر 8 راٶنډ كښې مېچ (نن) د خالي په ورځ ماسخوتن اووه بجے د كولمبو په آر پرے ماداسا سټېډيم كښې كېږي۔ تفصيلاتو له مخې دواړه ډلې مضبوطې او تجربه كار لوبغاړي لري٬ پاکستان د سري لنکا د صورتحال نه ښه خبر دے۔ د دواړو ډلو ترمېنځه د خوندور مېچ امكان دے۔ د …
د ټي ټونټي نړيوال کپ سپر 8 راٶنډ كښې د پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه ميچ (نن) كيږي
کولمبو 20 فروري (اے پي پي) د پاکستان او نيوزي لينډ ترمېنځه د ټي ټونټي نړيوال کپ سپر 8 راٶنډ كښې مېچ (نن) د خالي په ورځ ماسخوتن اووه بجے د كولمبو په آر پرے ماداسا سټېډيم كښې كېږي۔ تفصيلاتو له مخې دواړه ډلې مضبوطې او تجربه كار لوبغاړي لري٬ پاکستان د سري لنکا د صورتحال نه ښه خبر دے۔ د دواړو ډلو ترمېنځه د خوندور مېچ امكان دے۔ د پاکستان او نيوزي لينډ ترمېنځه تر اوسه 49 ټي ټونټي مېچونه شوي چې پكښې 24 پاكستان او 23 نيوزي لېنډ ګټلي او دوه برابر پاتې شوي٬ د ټي ټونټي ورلډ کپ په مهال د دواړو ډلو ترمېنه 7 مېچونه شوي چې پكښې پنځه پاكستان او دوه نيوزي لېنډ ګټلي۔ د پاكستان په متوقع ډله كښې صاحبزاده فرحان، صائم ايوب، سلمان علي آغا (کپتان)، بابر اعظم، عثمان خان (وکټ کيپر)، خواجه نافع ، شاداب خان، محمد نواز، شاهين شاه آفريدي، ابرار احمد اور عثمان طارق شامل دي او د نيوزي لينډ په متوقع ډله كښې فن ايلن، ټم سيفرټ (وکټ کيپر)، راچن رويندره، ګلين فلپس، مارک چيپ مين، ډيرل مچل، مچل سينټر (کپتان)، جيمز نيشم، ميټ هنري، لاکي فرګوسن او جيکب ډفي شامل دے۔












