واشنګټن 20 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو د پاکستان او امريکې ترمېنځه شريكې تجارت٬ اقتصادي هلو ځلو ته د ودې په وركولو او د ترهګرۍ مخنيوي څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو اتفاق كړے دے ا وزيراعظم په تندۍ سره په بدلېدونكې نړيوال ماحول كښې مشتركه مقاصد ترلاسه كولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې د …
د وزيراعظم شهباز شريف او امريکائي خارجه وزير مارکو روبيو ترمينځه ملاقات٬ شريك تجارت ٬ اقتصادي هلو ځلو ته د ودې په وركولو او د ترهګرۍ مخنيوي څانګه كښې د دوه اړخيزې مرستې په لا زياتولو اتفاق

مزید خبریں
واشنګټن 20 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو د پاکستان او امريکې ترمېنځه شريكې تجارت٬ اقتصادي هلو ځلو ته د ودې په وركولو او د ترهګرۍ مخنيوي څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې په لا زياتولو اتفاق كړے دے ا وزيراعظم په تندۍ سره په بدلېدونكې نړيوال ماحول كښې مشتركه مقاصد ترلاسه كولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې د پرله پېسې رابطو په اهميت زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د بورډ آف پيس ليډرز غونډې په موقع د امريكې خارجه وزير مارکو روبيو سره ليدلي۔ په دې موقع نائب وزيراعظم/ وزير خارجه سېنېټر اسحاق ډار هم وزيراعظم سره ٶ۔ وزيراعظم د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ او خارجه وزير ماركو روبيو ته د بورډ آف پيس غونډې په کاميابه پرانسته مباركي وركولو سره د دې عزم پخلې وكړو چې پاکستان د غزه امن په منصوبې عملدرآمد لپاره بورډ آف پيس سره په ګډه كار كولو له چمتو دے۔ د دواړو اړخو څخه د پاکستان او امريکې په ستراتېژك اړيكو په اهميت رڼا واچولې شوه او د صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې د شراکت داري مثبت تسلسل او په رفتار د اطمينان څرګندونه وشوه۔ دواړو ډلو د پاکستان او امريکې ترمېنځه شريك تجارت٬ اقتصادي هلو ځلو ته د ودې په وركولو او د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې په لا قومي كولو اتفاق وكړو۔ وزيراعظم په تندۍ سره په بدلېدونكې نړيوال ماحول كښې مشتركه مقاصد ترلاسه كولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې پرله پسې رابطو په اهميت زور راوړ۔










