د وزيراعظم شهباز شريف په واشنګټن كښې نړيوالو مشرانو سره غير رسمي ملاقاتونه

واشنګټن 20 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په واشنګټن كښې د بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې ګډون كوٶنكو مشرانو سره په خوشګوار ماحول كښې غېر رسمي ملاقاتونه كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم د بحرېن فرمانروا شاه حماد بن عيسي الخليفه، د آذربائيجان صدر الهام عليوف، د ازبکستان صدر شوکت مرزايوف، د قازقستان صدر قاسم جومارت …

واشنګټن 20 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په واشنګټن كښې د بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې ګډون كوٶنكو مشرانو سره په خوشګوار ماحول كښې غېر رسمي ملاقاتونه كړي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم د بحرېن فرمانروا شاه حماد بن عيسي الخليفه، د آذربائيجان صدر الهام عليوف، د ازبکستان صدر شوکت مرزايوف، د قازقستان صدر قاسم جومارت توکايف او د انډونيزيا صدر پرابوو سوبيانتو سره غېر رسمي ملاقاتونه كړي چې پكښې په اهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو خبرې وشوې۔ په دې ملاقاتونو كښې دوستانه مصافحې او معانقې وشوې٬ د سمائيلنګ تبادله او د يو بل حال احوال معلوم كړې شول۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم شهباز شريف د امريکې په پايه تخت واشنګټن كښې د امريکائي جمهورريئس ډونلډ ټرمپ په بلنه د بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې ګډون لپاره موجود دے ٬ د پاکستان په بورډ آف پيس كښې شموليت په غزه كښې امن٬ بيا رغونې او نړيوال امن لپاره د پاکستان هلې ځلې او د سفارتي پاليسو د زيات شوې كاميابو عكاسي ده

مزید خبریں