بايد تل پاتي امن لپاره په غزه كښې د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ بندې كړې شي او د فلسطين اولس ته د خپلې خاورې بشپړ حق ترلاسه شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د غزه بيا رغونې په اړه بورډ آف پيس غونډې ته وينا

واشنګټن 19فروری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست د مرستې پخلي كولو سره وئېلي دي بايد تل پاتي امن لپاره په غزه كښې د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ بندې كړې شي او د فلسطين اولس ته د خپلې خاورې بشپړ حق ترلاسه شي٬د صدر ټرمپ په وخت مداخلت سره د پاك هند جنګ اودرولے ٬هغه په …

واشنګټن 19فروری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست د مرستې پخلي كولو سره وئېلي دي بايد تل پاتي امن لپاره په غزه كښې د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ بندې كړې شي او د فلسطين اولس ته د خپلې خاورې بشپړ حق ترلاسه شي٬د صدر ټرمپ په وخت مداخلت سره د پاك هند جنګ اودرولے ٬هغه په حقيقت كښې سوئېلي آسيا د لويې تباهۍ څخه ساتلې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د غزه بيا رغونې په اړه بورډ آف پيس غونډې ته خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د روژې مباركې مقدس مياشت كښې د بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې ګډون زمونږ لپاره د وياړ وړ خبره ده۔په غزه كښې تل پاتې امن زمونږ مشن دے٬وزيراعظم په نړۍ كښې د شخړو هواري لپاره د صدر ټرمپ كردار وستائېلو۔ده ووئيل د شخړو هواري له د صدر ټرمپ د مثالي كردار ستائنه كوو ۔ده ووئيل د صدر ټرمپ كاميابې سفارتكارۍ په وجه په نړۍ كښې امن ته وده ترلاسه شوې۔ پاكستان او هند جنګ بندۍ لپاره د ده په وخت مداخلت له امله د لويې زيان څخه بچ شول۔صدر ټرمپ په حقيقي توګه سوئېلي آسيا د لويې تباهۍ څخه بچ كړي۔ده ووئيل د فلسطين اولس د ډېرې مودې راهيسې غېر قانوني قبضې او ستونزو سره مخ دے۔مينځني ختيز كښې امن ترلاسه كولو له ضروري ده چې د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ بندې شي۔د بيا تعمير څخه وړاندې د وګړو تحفظ وكړے شي۔د فلسطين اولس ته دې په خپله خاوره بشپړ حق ترلاسه شي او د هغوي د سباؤن تعين دې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې وكړے شي۔ ده ووئېل آزاد او خپلواكه فلسطين رياست د امن لپاره ضرورې دے٬وزيراعظم ووئيل د صدر ټرمپ بصيرت او قيادت كښې به د فلسطين مسئلې منصفانه حل راويستلے شي۔ نن ورځ به په تاريخ كښې په دې لحاظ سره عمر له ياده ساتلې شي چې د صدر ټرمپ د مرستې او هڅو په نتيجه كښې به غزه كښې امن راشي۔په دې موقع په خپله وينا كښې د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان ووئيل مينځني ختيز كښې د فلسطين مسئلې حل كېدو سره سيمه كښې امن ممكن دے٬سعودي عرب به د پرمختګ او څوكالۍ اهداف لپاره كردار روان ساتي۔د متحده عرب امارات خارجه وزير عبدالله بن زيد النهيان ووئيل متحده عرب امارات به د غزه بحالۍ او تعميرنو لپاره كردار ترسره كوي۔د تركيې خارجه وزير حقان فيدان ووئيل د مسئلې امن ناكه حل سره د يو اړخيزه اقدامات مخ نيوي ته اړتيا ده٬بنيادي ډهانچې تعليم او صحت په څانګه كښې كار كولو ته اړتيا ده۔صدر ټرمپ ووئيل د امن او بيا تعمير خوب به پوره كيږي٬مونږ به په خپل مشن كښې كاميابېږو۔د غړو هېوادونو سره په ګډه به مخ په وړاندې ځو۔د غزه بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف پشمول د 20 غړو هېوادونو لارښودو ګډون وكړو۔بورډ آف پيس په غونډه كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او ډونلډ ټرمپ د يو بل سره ستړې مشي وكړل او صدر ټرمپ په دستوره كښې د غړو هېوادونو لارښودو يو په يو مننه وكړه۔

مزید خبریں