اسلام آباد19فروری (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ په بلنه په واشنګټن كښې د غزه په اړه د بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې ګډون لپاره د امريكې په دوره دے۔د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل د بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې د ګډون نه علاوه وزيراعظم به د امريكې اعلٰی مشرتابه …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د بورډ آف پيس په غونډه كښې ګډون٬د امريكې اعلٰی مشرتابه او غونډه كښې د شريكو لارښودو سره به ملاقاتونه كوي۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي پرېس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد19فروری (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ په بلنه په واشنګټن كښې د غزه په اړه د بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې ګډون لپاره د امريكې په دوره دے۔د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل د بورډ آف پيس پرانستې غونډه كښې د ګډون نه علاوه وزيراعظم به د امريكې اعلٰی مشرتابه او غونډه كښې شريكو خپلو هم څنګو لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي۔وياند ووئيل دا موقع دوه اړخيزه اړيكو او د نړيوال اهميت چارو په اړه د خيالاتو څرګندونې موقع وركوي۔ده ووئيل دې څخه وړاندې د آسټريا چانسلر كرسچن اسټاكر په بلنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د 15 نه تر 16 فروري د ويانا سركاري دوره وكړه ٬دا د تېرو دريو لسيزو څخه د زياتې موده كښې د كوم پاكستاني وزيراعظم د آسټريا دوره وه چې پكښې د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره خبرې وشوې۔وياند ووئيل وزيراعظم د آسټريا وفاقي چانسلر سره د پلاوي په كچه رسمي خبرې كړي٬دواړو خوا تجارت٬سرمايه كارۍ٬سېلګرۍ٬تعليم٬آئي ټي٬روغتيا او بشري وسائلو پرمختګ پشمول بيلو څانګو كښې مرستې زياتولو له د عزم پخلے وكړو كوم چې په ګڼ اړخيزه نظام او د نړيوال قانون په شريك ملاتړ اډانه دے۔طاهر حسين اندرابي ووئيل نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار ويانا كښې د ملګرو ملتونو په دفتر كښې راجوړې كړې اعلٰی كچ دستورې ته خطاب وكړو ۔هغه د امن او پرمختګ ترمينځه ژورې اړيكې رامخې ته كولو سره د ملګرو ملتونو منشور او ګڼ اړخيزه نظام له د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو ٬په دستوره كښې ويانا كښې قائم ملګرو ملتونو ادارو مشرانو او سفارتي ورورولۍ غړو ګډون وكړو۔وياند ووئيل ويانا كښې نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو بيلو ادارو سره د پاكستان مرستې لا قوي كولو لپاره درې مهمې لوظ نامو لاس ليك كړی۔وياند ووئيل ويانا كښې وزيراعظم د نړيوال جوهري توان ايجنسۍ ډائرېكټر جنرل رافيل ماريانو ګروسي سره ملاقات وكړو چې پكښې نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار هم د هغه سره ؤ ۔وياند ووئېل په ملاقات كښې د اتومي ټېكنالوجۍ امناكه استعمال٬نړيوال اتومي تحفظ او د سلامتيا وده كښې د آئي اے اي اے مهم كردار په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خارجه دفتر وياند ووئېل د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د فرورۍ په 17مه نيټه ډهاكه كښې د بنګله دېش وزيراعظم طارق رحمان سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون او د دغې نه پس ملاقات وكړو ۔وياند ووئيل وفاقي وزير د بنګله دېش نوې منتخب وزيراعظم ته د پاكستان وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا مباركي وركړه او زر تر زره د پاكستان دورې بلنه يې هم وركړه۔طاهر حسين اندرابي ووئېل په ملاقات كښې د بنګله دېش سره د تعليم٬تجارت٬رابطه كارۍ٬ سارك بحالۍ٬اولسي روابط او كلتوري تبادلو پشمول بيلو څانګو كښې د مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔










