د قامي اسمبلۍ سپيکر د فتنه الهندوستان څلورو ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق لکي مروت كښې د فتنه الهندوستان څلورو ترهه ګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې ده دسکيورټي فورسز پيشه وره پوهه ستائېلو سره ووئيل د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به كاروائي رواني وي۔ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د سکيورټي فورسز غير متزلزل …

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق لکي مروت كښې د فتنه الهندوستان څلورو ترهه ګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې ده دسکيورټي فورسز پيشه وره پوهه ستائېلو سره ووئيل د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به كاروائي رواني وي۔ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د سکيورټي فورسز غير متزلزل عزم د ستائني وړ دے۔ قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د سکيورټي فورسز سره ولاړ دے۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د سکيورټي فورسز ځانګړي قربانۍ د نه هيرولو دي۔ قام د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد د سکيورټي فورسز بهادرو ځوانانو جذبې ته سلام كوي۔

مزید خبریں