د سکيورټي فورسز په لکي مروت كښې په استخبارات اډاڼه آپريشن ٬ د ’’فتنه الخوارج‘‘4 ترهه ګر ووژل شول

پينډۍ 19 فروري (اے پي پي) سکيورټي فورسز ضلع لکي مروت كښې د ترهه ګرو په موجودګۍ په استخباراتي بنياد کاميابه کارروائي کولو سره د ’’فتنه الخوارج‘‘ څلور ترهه ګر وژلې دي، دا عملياتد نېشنل ايکشن پلان وفاقي اپيکس کمېټۍ منظور شوې وژن ’’عزمِ استحکام‘‘ ترمخه د غير ملکي سرپرستۍ لرونكې ترهه ګرۍ ختمولو لپاره شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې د 18 او 19 فروري 2026 په نيمه …

پينډۍ 19 فروري (اے پي پي) سکيورټي فورسز ضلع لکي مروت كښې د ترهه ګرو په موجودګۍ په استخباراتي بنياد کاميابه کارروائي کولو سره د ’’فتنه الخوارج‘‘ څلور ترهه ګر وژلې دي، دا عملياتد نېشنل ايکشن پلان وفاقي اپيکس کمېټۍ منظور شوې وژن ’’عزمِ استحکام‘‘ ترمخه د غير ملکي سرپرستۍ لرونكې ترهه ګرۍ ختمولو لپاره شوي۔د آئي اېس پي آر له مخې د 18 او 19 فروري 2026 په نيمه شپه سکيورټي فورسز ضلع لکي مروت كښې د هند پراکسي’’فتنه الخوارج‘‘ سره تعلق لرونكو خارجيانو د موجودګۍ په اطلاع انټيلي جنس عمليات وكړل ۔د عملياتو په مهال د پاك پوځ ډلو د خارجيانو ژالي په نخښه كړي۔په يو بل د ډزو نه پس 4 خارجيان ووژل شول۔وژلے شوو ترهه ګرو څخه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شول ۔سيمه كښې د موجود كومو هم نورو ترهه ګرو خاتمې لپاره کليئرنس عمليات روان دي۔ د نېشنل ايکشن پلان تر مخه د وفاقي اپيکس کمېټۍ منظور شوي وژن ’’عزمِ استحکام‘‘ ترمخه سکيورټي فورسز او د پاکستان قانون نافذ کوونكو ادارو د اړخه د ترهه ګرۍ په ضد به دا عمليات روان وي دغسې چې هېواد څخه د بهرنۍ مرستې لرونكې ترهه ګر په بشپړه ډول ختم كړے شي۔

مزید خبریں