اسلام آباد ۔19 فروري(اے پي پي) د پاكستان انسټيټوټ آف مېډيكل سائنسز(پمز) د منصوبه بندۍ او پرمختګ ډائرېكټرې داكټر زوفشان وئېلي دي وفاقي پلازمينه كښې اولس ته معياري او په وخت طبي سهوليات باوري كولو لپاره پمز كښې په 200 كټونو مشتمل جديد ايكسېډنټ اېنډ ايمرجنسي سېنټر جوړولو منصوبه لرو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ هغې ووئېل د منصوبې تر مخه د …
وفاقي پلازمينه كښې اولس ته معياري او په وخت طبي سهوليات باوري كولو لپاره پمز كښې په 200 كټونو مشتمل جديد ايكسېډنټ اېنډ ايمرجنسي سېنټر جوړولو منصوبه لرو٬ ډاكټر زوفشان

مزید خبریں
اسلام آباد ۔19 فروري(اے پي پي) د پاكستان انسټيټوټ آف مېډيكل سائنسز(پمز) د منصوبه بندۍ او پرمختګ ډائرېكټرې داكټر زوفشان وئېلي دي وفاقي پلازمينه كښې اولس ته معياري او په وخت طبي سهوليات باوري كولو لپاره پمز كښې په 200 كټونو مشتمل جديد ايكسېډنټ اېنډ ايمرجنسي سېنټر جوړولو منصوبه لرو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ هغې ووئېل د منصوبې تر مخه د ايمرجنسي او ټراما كيئر لپاره جلا او د جديد اسانيو لرونكے عمارت جوړ كړے شوے په كوم كښې چې د پیښو او بيړني صورتحال كښې رنځورانو ته سمدستي او موثره طبي مرسته وركړې كېږي۔ د هغې وېنا وه د منصوبې په مهمو برخو كښې د ايمرجنسي او ټراما سېنټر مركزي عمارت ٬ پاركنګ پلازه ٬ سي يو پي بلډنګ او وېسټ واټر ټريټمنټ پلانټ شامل دي٬ دغسې د منصوبې لپاره 35۔52 كنال زمكه بېله كرې شوې او ټوله كورډ ايريا نزدې 245780 مربع فټ ده ٬ دغسې د منصوبې تر مخه د 177 بسترو ګنجائش هم ساتلے شوے ۔ هغې ووئېل د دې منصوبې تر سره كېدو سره به پمز كښې د ايمرجنسي خدمات معيار ښه شي او د پلازمينه پشمول د خوا و شا نه راغلو رنځورانو ته به جديد طبي اسانۍ د يو بام لاندې تر لاسه شي ۔ حكومت د صحت څانګې ښه والي او د طبي نظام مضبوطولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي ۔ هغې پمز كښې په جديد 200 كټونو د مشتمل ايكسېډنټ اېنډ ايمرجنسي سېنټر جوړولو منصوبې تفصيلات كښې ووئېل د منصوبې مقصد د هنګامي طبي خدمات په جديد ډول سمولو او د ټراما كيئر صلاحيت كښې ښكاره زياتوالے كول دي۔ د هسپتال مركزي عمارت كښې CUP بلډنګ او د 420 ګاډو اودرولو ګنجائش لرونكې پاركنګ پلازه شامله ده ۔ ايمرجنسي بلاك كښې جديد ټراما وارډز جوړولې شي چې پكښې 4 آپرېشن تهېټرز ( 2 مېجرز او 2 مائنر ) شامل دي دغسې چې د پیښو كښې او هنګامي كېسز په وخت او موثر طبي مرسته باوري كړې شي۔










