واشنګټن 19 فروري (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د غزہ بورډ آف پيس پرانستي غونډي ته وينا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير لپاره يو ځل بيا په زړه پوري توصيفي کلمات ادا کړي دي ۔د زيارت په ورځ صدر ډونلډ ټرمپ په خپل خطاب كښې ووئيل زه وزيراعظم محمد شهباز شريف ډير زيات خوښوم۔هغه فيلډ مارشل سيد عاصم منير "ګريټ جنرل، …
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د غزہ بورډ آف پيس پرانستي غونډي ته وينا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير لپاره په زړه پوري توصيفي کلمات

مزید خبریں
واشنګټن 19 فروري (اے پي پي) د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د غزہ بورډ آف پيس پرانستي غونډي ته وينا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير لپاره يو ځل بيا په زړه پوري توصيفي کلمات ادا کړي دي ۔د زيارت په ورځ صدر ډونلډ ټرمپ په خپل خطاب كښې ووئيل زه وزيراعظم محمد شهباز شريف ډير زيات خوښوم۔هغه فيلډ مارشل سيد عاصم منير “ګريټ جنرل، ګريټ فيلډ مارشل ، ښه شخصيت ” وګرځولو او د فيلډ مارشل په غوره ” فائټر” الفاظ ستائنه وكړه۔صدر ټرمپ په خپل خطاب كښې يو ځل بيا د پاك-هند جنګ ذكر وكړو۔ده ووئيل د هند او پاكستان ترمينځه جنګ شدت اختيارولو،په هغه جنګ كښې 11 الوتكي رانسكوره شوي،مونږ پخپل کردار ترسره كولو جنګ بند كړو۔صدر ټرمپ ووئيل وزيراعظم شهباز شريف ما ته وئيلي وؤ چې ما د جنګ په اودرولو ګڼ شمير وګړي د ځاني زيان څخه ساتلي دي ۔ ده ووئيل د جنګ په مهال وزيراعظم شهباز شريف سره نزدې اړيكي جوړي شوي۔صدر ټرمپ ووئيل ما د پاكستان او هند ترمينځه جنګ بندولولو لپاره تجارت استعمال کړے ،د هند وزيراعظم مودي ته مو وئيلي وؤ چې كه جنګ بند نه كړے شو نو زيات ټيرف به ولګولے شي۔










