الحميد او پوليټيکل آفيسر سره ملاقات ، د تعليم په اړه دوه اړخيزه مرستي ته د ودې وركولو په بېلو اړخونو د خيالاتو څركندونه

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزيرِ مملکت وجيهه قمر د مصر سفير ډاکټر ايهاب عبد الحميد او د هغه د پوليټيکل آفيسر سره ملاقات کړے چې پكښې د تعليم څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستي په بېلو اړخونو د خيالاتو څركندونه وشوه۔د زيارت په ورځ شوے ملاقات د وزيرِ مملکت د مصر تعليم وزيرِ سره د شوي تېر ملاقات تسلسل ؤ …

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزيرِ مملکت وجيهه قمر د مصر سفير ډاکټر ايهاب عبد الحميد او د هغه د پوليټيکل آفيسر سره ملاقات کړے چې پكښې د تعليم څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستي په بېلو اړخونو د خيالاتو څركندونه وشوه۔د زيارت په ورځ شوے ملاقات د وزيرِ مملکت د مصر تعليم وزيرِ سره د شوي تېر ملاقات تسلسل ؤ چې مقصد يې د پاکستان او مصر ترمينځه تعليمي مرسته زياتول وو۔ دواړه اړخه د تعليم په څانګه كښې سټريټجکي شراکت داري قوي كولو، په خاص توګه د تعليم معيار ښه كولو او اداره جاتي پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے وكړو۔د ملاقات په مهال د مصر پلاوي نصاب ساده او مؤثره جوړولو په اړه د خپلو تجربو څخه خبر كړو۔ نړيوالو شراکت دارو لكه چې د يونيسف او برټش کونسل سره د مرستي په ماډلز هم رڼا واچولې شوه۔ پاکستان د مصر تجربو څخه استفادې کولو له خوښي ولرله۔په دې موقع د مصر سفير د اړخه د حکومت د انتظام لاندې د بکلوريټ سسټم په اړه بريفنګ وركړو كوم چې د نړيوال معيار سره همغږي ولري۔دې خبري ته هم سلا راغله چې پاکستان به اے ليول او د ليول متوازي يو داسې ماډل جوړولو امکانات جاج اخلي۔

مزید خبریں