لاهور 19 فروري (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي سره لاهور كښې د هاکۍ قامي ډلي لوبغاړو ملاقات وكړو او د پرو هاکي ليګ په مهال د ورمخې ته ناوړه پېښو څخه خبر كړے شو۔ لوبغاړو انتظامي مسئلو او د ناروا سلوك په اړه تفصيلي خبرې وكړې۔محسن نقوي د هاکۍ لوبغاړو سره په ناروا سلوك د افسوس څركندوني سره باور وركړو چې هغوي له به هر …
د پي سي بي چيئرمېن سره د هاکۍ قامي ډلي لوبغاړو ملاقات ، چيئرمېن د هاکۍ ډلي لوبغاړو سره په ناروا سلوك د افسوس څركندونه وكړه

مزید خبریں
لاهور 19 فروري (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي سره لاهور كښې د هاکۍ قامي ډلي لوبغاړو ملاقات وكړو او د پرو هاکي ليګ په مهال د ورمخې ته ناوړه پېښو څخه خبر كړے شو۔ لوبغاړو انتظامي مسئلو او د ناروا سلوك په اړه تفصيلي خبرې وكړې۔محسن نقوي د هاکۍ لوبغاړو سره په ناروا سلوك د افسوس څركندوني سره باور وركړو چې هغوي له به هر ممكن سهولت وركولې شي او د هاکۍ معاملات منظم کولو له به بشپړه مرسته كولې شي۔ده ووئيل لوبغاړي دې يواځې لوبي ته پام لرنه وكړي،پاتي چاري به بورډ سنبھالوي۔چيئرمېن په مصر كښې د نړيوال كپ کواليفائر سيالو لپاره د لوبغاړو فضائي ټکټونه، کټس او هوټل كښې د استوګنې د سمدستي انتظامات سپارښتنه وكړه۔ده چارواكو ته امر وكړو چې د هاکۍ لوبغاړو تربيتي کيمپ به سبا پېل كولې شي او زر تر زره دې ټول انتظامات بشپړ كړے شي۔ ده ژوبل لوبغاړو ته د درملني خرڅونه هم په سمدستي توګه د بورډ د اړخه د وركولو سپارښتنه وكړه۔محسن نقوي ووئيل د پاکستان عزت تر ټولو مقدم دے او په هيڅ صورت به د هېواد په وقار كوم حرف رانشي ۔په دې موقع ده د هاکي 6 قامي ټورنامنټس كښې د رنر اپ لپاره اعلان کړي د لس ،لس لکهه روپو چيکس هم لوبغاړو له وركړل۔ دغسې د قامي ډلي لوبغاړو په ملاقات او ډاډګيرنه د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي مننه وكړه۔










