اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار نيويارك كښې د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اعليٰ پائې غونډي په موقع د برطانيې خارجه وزير يوويټ کوپر سره ملاقات کړے چا چې د غونډي مشري كوله ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار …
د خارجه وزير محمد اسحاق ډار د برتانيې خارجه وزير يوويټ کوپر سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار نيويارك كښې د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اعليٰ پائې غونډي په موقع د برطانيې خارجه وزير يوويټ کوپر سره ملاقات کړے چا چې د غونډي مشري كوله ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په دې مهمه غونډه كولو د هغه مننه وكړه۔دواړو لارښودو د پاکستان او برتانيې اړيكو جاج واخست او د اعليٰ پائې رابطو تسلسل په اهميت يې زور راوړو۔دوي بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو او په خاص توګه په اولسي كچه رابطو ته ودې وركولو ته اتفاق وكړو ۔ ملاقات كښې په مهم سيمه ايز نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او د خبرو اترو،ګڼ اړخيزه او د ملګرو ملتونو فريم ورك پشمول د مؤثره مرستي د عزم پخلے يې وكړو۔










