د لسم آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ كپ وروستے ګروپ ميچ سبا كيږي

کولمبو۔19فروری (اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ وروستے ګروپ مېچ سبا د جمعې په ورځ كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې لسم آئی سی سی ټی ټونټی ورلډ کپ سری لنکا او هند كښې روان دے په كوم كښې چې د كركټ مينه والو ته د زياتو خوندورو او سختو مقابلو كتلو موقعې ترلاسه كيږي۔ د …

کولمبو۔19فروری (اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ وروستے ګروپ مېچ سبا د جمعې په ورځ كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې لسم آئی سی سی ټی ټونټی ورلډ کپ سری لنکا او هند كښې روان دے په كوم كښې چې د كركټ مينه والو ته د زياتو خوندورو او سختو مقابلو كتلو موقعې ترلاسه كيږي۔ د محدود اوورز فارمېټ مېګا ایونټ خپل اختتامي پړاؤ ته روان دے۔ د ټي ټونټي ورلډ كپ 40 م او ورستے ليګ مېچ به سبا د جمعې په ورځ د آسټرېليا او اومان لوبډلو ترمينځه پالے کېلی انټرنېشنل کرکټ سټېډیم ،پالے کېلی كښې كيږي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې د ټائټل ترلاسه كولو هڅې كوي۔ كوربه لوبډله هند دفاعي چېمپئن ده۔ په مېګا ايونټ كښې د فائنل په شمول به ټول 55 مېچونه كولې شي۔ د مېګا ایونټ سپر اېټ راؤنډ به 21 فرورۍ څخه پېل كيږي۔ اولنې سيمي فائنل مېچ به په 4 مارچ او دويم سيمي فائنل به په 5 مارچ او د ټورنامنټ فائنل مېچ به په 8 مارچ كولے شي