د نجي څانګې په مشرۍ كښې نمو لپاره حالات سازګار جوړوٶ۔ د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي چې په مجموعي قامي پېداوار (جي ډي پي) كښې د نجي څانګې په مشرۍ كښې نمو لپاره حالات سازګار جوړوٶ، زراعت ، مينوفيکچرنګ، تجارت، لاجسټک او نورو اړوند څانګو ته قرضې وركولو سره په اقتصادي هلو ځلو كښې تندي راروانه ده۔ خپل اېكس پوسټ پېغام كښې ده ووئيل دا خوشبينه خبره ده چې زياتره قرضې …

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي چې په مجموعي قامي پېداوار (جي ډي پي) كښې د نجي څانګې په مشرۍ كښې نمو لپاره حالات سازګار جوړوٶ، زراعت ، مينوفيکچرنګ، تجارت، لاجسټک او نورو اړوند څانګو ته قرضې وركولو سره په اقتصادي هلو ځلو كښې تندي راروانه ده۔ خپل اېكس پوسټ پېغام كښې ده ووئيل دا خوشبينه خبره ده چې زياتره قرضې د نجي څانګو هلو ځلو پلو منتقل كېږي۔ ده ووئيل په جنورۍ كښې نجي څانګې ته د وركړې شوې مجموعي قرضې حجم په كلنه توګه 7 فيصده اضافې سره 10.6 ټرېلين روپو ته رسېدلے دے

مزید خبریں