ملګري ملتونه ۔19فروری(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پاكستان لخوا د فلسطيني اولس نه كمزورې كېدونكے ملاتړ كولو سره په لوئيديزه غاړه كښې د اسرائيل د اوسنيو غېر قانوني اقداماتو ٬ چې په كښې د الحاق هڅې ، د استوګنې ودانيو جوړېدل او د فلسطيني وګړو مزكې رياستي مزكه ګرځول شامل دي٬ سخته غندنه كړې ده او دا خبر يۍ په ډاګه كړې ده …
د پاكستان لخوا د فلسطيني اولس د نه كمزورې كيدونكي ملاتړ پخلے ٬ په لوئيديزه غاړه كښې د اسرائيل د اوسنيو غير قانوني اقداماتو غندنه ٬ له انصاف پرته امن نشته ٬ د فلسطيني وګړو له حقونو پرته كوم حل نشته: نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔19فروری(اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پاكستان لخوا د فلسطيني اولس نه كمزورې كېدونكے ملاتړ كولو سره په لوئيديزه غاړه كښې د اسرائيل د اوسنيو غېر قانوني اقداماتو ٬ چې په كښې د الحاق هڅې ، د استوګنې ودانيو جوړېدل او د فلسطيني وګړو مزكې رياستي مزكه ګرځول شامل دي٬ سخته غندنه كړې ده او دا خبر يۍ په ډاګه كړې ده چې له انصاف پرته امن نشته ٬ د فلسطيني وګړو له حقونو پرته كوم حل نشته٬ پاكستان مستقل جنګ بندۍ ٬ د مرستې زياتوالي ٬ د غزه بيا ودانۍ او د پرله پسې سفارتكارۍ دلارې د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په بورډ آف پيس كښې شامل شوے۔ د زيارت په ورځ د فلسطين مسئلې په شمول د منځني ختيځ په وضعه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل بريفنګ كښې د پاكستان دريځ وړاندې كولو سره نائب وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په غزه كښې جنګ بندي مستحكم كولو ٬ د وګړو ستونزې كمولو او د غزه شخړې ختمولو په بشپړه منصوبه عملدرآمد له روانې سفارتي هڅې په ډاګه كړې چې توثيق يۍ د سلامتي كونسل د قرارداد 2803 د لارې شوے دے۔ نائب وزیرِاعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې امن اقدامات ستائلو سره ووئيل چې پاکستان د انډونیشیا ،متحدہ عرب امارات، سعودی عرب، قطر، اردن ، مصر او ترکیه په شمول اته د عرب او اسلامي هېوادونو ډلې سره په ګډه عادلانه حل لپاره فعاله كردار ترسره كوي۔ ده په لوئيديزه غاړه كښې د اسرائيل د اوسنيو غېر قانوني اقداماتو ٬ چې په كښې د الحاق هڅې ، د استوګنې ودانيو جوړېدل او د فلسطيني وګړو مزكې رياستي مزكه ګرځول شامل دي٬ سخته غندنه وكړه۔ دا اقدامات د نړيوال قانون ٬ څلورم جنېوا كنونشن ٬ د سلامتي كونسل قرارداد 2334 او 2024 كښې د انصاف نړيوال عدالت مشاورتي رايې خلاف ورزي ده۔ نائب وزیرِاعظم په غزه كښې د اسرائيل لخوا د جنګ بندۍ په بيا بيا خلاف ورزيو سخته اندېښنه ښكاره كړه او د ملګرو ملتونو په دفترونو او تنصيباتو د بريدونو ٬ په بشري مرسته د لګولې شوو بندېزونو او د مرستې فعاليتونو په لاره كښې د خنډانو اودرولو غندنه كولو سره يۍ وضعه د نه قبلولو وړ او زياته نازكه وګرځوله۔ ده ووئيل كال 1967 څخه د وړاندې پولو په بنياد د القدس الشريف پلازمينې سره فلسطيني رياست جوړولو له د باور وړ ٬ نه وروستو كېدونكے او د وخت تعين سره سياسي عمل ضروري دے كوم چې د نړيوال جواز او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې وي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې په فلسطيني مشرتابه كښې د حكمرانۍ او اداره جاتي استحكام په خاص توګه د فلسطيني اتھارټۍ مركزي كردار زيات مهم دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان مستقل جنګ بندۍ ٬ د مرستې زياتوالي ٬ د غزه بيا ودانۍ او د پرله پسې سفارتكارۍ دلارې د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په بورډ آف پيس كښې شامل شو۔ ده ووئيل پاكستان به د امن هڅې قوي كولو له په دې غونډه كښې ګډون كوي۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان د صدر ټرمپ منصوبې ، بورډ آف پیس، د فلسطين مسئلې سوليز حل سره اړوند د اعلی كچې كنفرنس او دوه رياستي حل لپاره د نړيوال اتحاد په څير اقدامات كښې كردار ترسره كولو له چمتو دے دغسې چې د عملي نفاذ د لارې بشپړ سيمه ايز امن باوري كړے شي۔ ده ووئيل پاکستان په ټولو سفارتي اقداماتو كښې برخه اخستلو له چمتو دے په كومو كښې چې د صدر ټرمپ امن منصوبه ، بورډ آف پیس، د فلسطين مسئلې سولييز حل سره اړوند د اعلې كچې كنفرنس او دوه رياستي حل لپاره نړيوال اتحاد شامل دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې دا اقدامات به زمونږ شريك مقصد يعني په منځني ختيز كښې عادلانه ٬ د اوږدې مودې او بشپړ امن ترلاسه كولو له يو بل مضبوط كړي










