اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف ليدلي٬ د ملاقات په مهال د آذربائيجان سفير د موسمياتي بدلون په اړه د اي سي او په غونډه كښې د ډاکټر مصدق ملك د اصولي موقف ستائنه وكړه۔ هغه په خاص توګه په نړيواله كچه په مشتركه ذمه وارۍ زور او په موسمياتي لوظونو كښې د همكارۍ نشتوالې …
وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف وليدل
اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف ليدلي٬ د ملاقات په مهال د آذربائيجان سفير د موسمياتي بدلون په اړه د اي سي او په غونډه كښې د ډاکټر مصدق ملك د اصولي موقف ستائنه وكړه۔ هغه په خاص توګه په نړيواله كچه په مشتركه ذمه وارۍ زور او په موسمياتي لوظونو كښې د همكارۍ نشتوالې رامخې ته كول د ستائنې وړ وګرځول۔ د موسمياتي بدلون وازرت وياند له مخې د آذربائيجان سفير پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره د منصفانه موسمياتي اقداماتو په وکالت كښې د پاکستان فعال او ګټور كردار ستائنه هم وكړه۔ دواړو مشرانو د شريكې خوښې بېلو چارو پشمول د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ د ژورو اړيكو توثيق كولو سره په دې خبره زور راوړو چې دواړه هېوادونه يو بل سره د تاريخي، كلتوري او شريك احترام په قوي خپلولۍ تړلي دي












